کلتور او هنر

افغان محصل په اکاډمیک کار سم نه دی بوخت؛ کنه لاریون ته وخت نه مومي

 

محصل که د ولسمشر زوي هم وي، بیابه هم ستونزې لري.

زه غواړم دلته د پوهنتون په نورو ستونزو او حل لارو خبرې ونه کړم، ځکه دا یو لویې سپړنې ته اړتیا ده. یوازی غواړم دا روښانه کړم محصل کومې اساسي ستونزې لري؟ په دولتي پوهنتونو کې محصل کومي ستونزي رامنځ ته کوي؟ ولي یې رامنځ ته کوي؟ څنګه ددي ستونزو مخنیوی وکړو؟

ډیره وخت به مو اوریدلی وی په پلانی پوهنتون کي محصلینو لاریون کړی، یوه لویه لار یي تړلي، د قومي، ژبني، سمتی مسایلو په سر محصلینو جکړه کړي، په وخت درسونو ته نه حاضریږي، دپوهنتون دروازه یې تړلي، کله کله د لاریونونو په خاطر ټول پوهنتونونه رخصت شي، پوهنتون ته په منظم یونیفورم کي نه ځي، ډلبازي او سمتي مسایل پالي، یا دیته ورته نورې ستونزې…

اوس زموږ د کانکور سیستم شفاف دی خو د استعداد د تشخیص هیڅ وړتیا نلري، څوک چې ټولنیزو علومو ته جوړ دی هغه طبعی علومو ته لیږلی، څوک چې طبعي علومو ته جوړ دی هغه یې ټولنیزو علومو ته لیږلی. په نورو هیوادونو کې د سیستم په شفافیت سربیره د استعداد تشخیص ته ډیره پاملرنه سوی. نو ځکه د هغوی محصلین زموږ تر محصلینو له امکاناتو سره، په پوره مهارتونو سمبال وي.

کله چې نوي محصلین دولتي پوهنتونو ته ولاړ سي، باید په سیستم ځان پوهه کړي، خپل کریکولم وګوري، چې د لیسانس په دي دوره کې زه کوم کوم مضامین لولم، کوم اساسي دي، کوم د مارکیټ برابر دي، څه ته لمړیتوب ورکړم……؟

تیر کال د پوهنځی ریس راته وویل چې محصلین له لابراتوار او نورو امکاناتو نه سمه ګټه نه اخلي. ما ورته وویل تاسو د پوهنتون به رهبری شورا کي دا خبره وکړئ، چې کله نوي محصلین پوهنتون ته راځي ، یوه هفته باید د پوهنتون امکانات، اصول، اکاډمیک نزاکتونه، ملي ګټې، انګیزه، لمړیتونه، د پوهنتون لاس ته راوړنې ،دا چې زموږ په پوهنتونو کي نجوني او هلکان يو ځای درس وایې دا د ستونزو او ځورونو سبب نه سي ، او دیته ورته نور څه ورته ښه روښانه کړئ.

نو محصل به بیا په سرې چوک مسایلو کې نه اخته کیږي او له جامد فکر سره به له پوهنتون څخه نه فارغیږی.

زموږ ډیر محصلین احساساتي دي، ددوي دا احساسات ددی لامل شي چې د پوهنتون له پیل نه به عاطفي روابطو کي ګیر شي، بیا نو که په فزیکي ډول په ټولګي کې ناست هم وي، ولي په فکري ډول به خدای په کومه کوڅه کې يې څوک تر لاسه نیولي یې، که واقعیت ووایو دا مینه نده، دا وابسته ګي ده، دا چې هره شپه دوه سوه پیغامونه لیږي او رالیږي، په ټولګي کي مسیج کوي، یا په موبایل کي په ساعتونو خبري کوي،یا دي په شعر او شاعري شي دا ټوله وابسته ګي ده.

دا هر پیغام،خبره،لیدنه دوه هفتي په ذهین کي ګرځي راګرځی، بیا به دې درس ښه زده سي، فرمول به دې ښه یاد سي، چې دا د تحصیلی دوری د پوچولو په مانا ده.

یا ددوي دا احساساتي برخورد ددي لامل سي چې په لایونونو یي سر شی، قومی،سمتي، ژبني مسایلو پالي،یا د قوم، ژبې،سمت او مذهب يه نوم ټولنه، اتحادیه، ډله یا بل څه رامنځ ته کړي، له یوه خوا د پوهنتون نظم ګډوډ کړي او له اکاډومیک محیط نه منډوي جوړه کړي او بل واقعیت دادی چې محصلین خپله د کورنۍ او دولت د وږو بار دي، ستونزي نسي حل کولای، بغیر له دي په داسي احساساتو کارونه ستونزې نورې هم زیاتي کړي.

تاسو به هیڅ نه وی اوریدلي چې د هارورډ ، اکسفروډ یا بل سمیز پوهنتون محصلینو دي لاریون کړي وي، ځکه هغوی له مسایلو سره منطقی برخورد کوي.
په پوهنتونو کې لاریونونو یوازي د افغان محصلینو اختراع ده.

محصل که پنځه ورځې له تجار سره ناسته ولاړه لری نو شپږمه ورځ دی هم بزنس مفکوره پیدا کوي. که له نوښتګرو سره پنځه ورځې ناسته ولاړه وکړي نو شپږمه ورځ به دی هم د نوښت په فکر کې وي. که پنځه ورځي له روباټونو سره ناسته ولاړه لري نو شپږمه ورځ به دي هم روباټیک فکري ولري.
نو که محصل غواړي پرمختګ وکړي اول دي ملګري فیلټر کړي او دوهم دي لیدلوری روښانه کړي، چې په راتلوونکي کې به زه څوک یم، او د یو سالم ماموریت لپاره دی پلان جوړ کړي، نور دي خپل کوششونه پیل کړي.

پوهنتونونه هم باید د هغو استادانو خلاف اقدامات وکړي چې لا هم په پوهنتونونو کې د خپلو سیاسي ایډیالوژیو د پراختیا او ودې لپاره کار کوي او محصلانو ته دومره درس نه وايي څومره یې چې په ذهنونو کې ایډیالوژیک زهر شیندي.

هغوی چې اندریوډ سیستم لرونکی ځیرک ټیلفون کاروي، د یاران اپ له ګوګل پلی سټور خپلو موبایلونو ته ښکته کولی شي. او هلته په یاران کې خپرې شوې ټولې ګټورې لیکنې هره وخت لوستلی شي.  له دې ځایه یاران اپ خپل موبایل ته ښکته کړئ. د اۍ فون لپاره د یاران اپ ډیر زر خپریږي .
/* ]]> */