ژوند او ژواک کلتور او هنر

تصمیم باید څنګه ونیول شي؛ د پریکړې کولو د تګلارې ۶ مهم ټکي

لیکنه: الیسن ډویال
ژباړه: غازي عابد

مدیران او رییسان ولې تصمیم نیولو ته ارزښت ورکوي؟

په هره کمپنۍ او اداره کې د سازماني کلتور او لیډرشیف ډول ته په کتو د تصمیم نیونې مخلتفې پروسې کارول کیږي. ځیني د ټول ټیم د ګډ توافق له لارې تصمیم نیسي او ځیني نور بیا د مدیر او مدیریت ډلې ته ټولې غټې پریکړې او تصامیم سپاري. خو اکثره سازمانونه او ادارې د ګډ یا مخلوط سیستم او د ټولو د نظر یووالي سیستم نه استفاده کوي، یعنې هر فرد په کمپنۍ کې ددې حق لري چې نظر څرګند کړي. اما په ټوله کې کار ته په کتو او د ټولو خواوو له سنجولو وروسته به غوره وي چې یوه لازمه پریکړه وشي.

د تصمیم نیونې د پروسې پړاوونه:

۱- د ستونزې، ننګونې او فرصت پيژندل
۲- د ممکنه ځوابونو او حل لارو چمتو او ترتیبول
۳- د قیمتونو او ګټو ارزښت ټاکل
۴- د یوې حل لارې یا ځواب ټاکل
۵- د ټاکل شوې حل لارې یا ځواب عملي کول
۶- په پای کې د تصمیم د اغیزو ارزیابي کول او کتل چې څه مو ترې لاسه کړي دي.

که د پورته لارو چارو ځینې استفاده وکړو ښه پایله ترلاسه کولی شو، خو که چیرته موږ په دې کې یو یا څو قدمونه له پامه وغورځوو ممکن نیمګړې پای راوباسي. همدراز کیدای شي چې دې ۷۶ برخو کې هرې ډلې یا تن ته یوه یوه برخه وسپارل شي، ځیني ادارې همداسې کوي. خو په هر حال کله چې تصمیم نیسئ باید تاسې د نیمګړو معلوماتو او سوتفاهم په اساس تصمیم ونه نیسئ، بلکې په سمه او رښتیني توګه ځان پوه کړئ او بیا یو تصمیم ونیسئ.

 

هغوی چې اندریوډ سیستم لرونکی ځیرک ټیلفون کاروي، د یاران اپ له ګوګل پلی سټور خپلو موبایلونو ته ښکته کولی شي. او هلته په یاران کې خپرې شوې ټولې ګټورې لیکنې هره وخت لوستلی شي.  له دې ځایه یاران اپ خپل موبایل ته ښکته کړئ. د اۍ فون لپاره د یاران اپ ډیر زر خپریږي .
/* ]]> */