خواړه روغه سټه

د خنزير غوښه د سر ويښتان تويوي

 

په قرآن کريم کې د ځېنو غذاګانو په خوړلو تاکيدشوی دی او د ځېنو غوښو د حراموالي ټینګار شوی دی .

په قرآن کريم کې څوځايه د خنزير د غوښې د حراموالې يادونه شوې ده. الله تعالی فرمایي:

ژباړه: په تحقيق سره پر تاسې حرام کړای شوې مرداره وينه او د خنزير غوښه. (النحل: ۱۱۵)

د خنزير دغوښې د حراموالي او زيانونو په هکله په قرآن کريم، احاديثو، مفسرينو، عالمانو، پوهانو او نورو کسانو ويناوې زياتې دي او نننۍ علمي، ساينس اوپه خاص ډول طبي څېړنو جوته کړې چې د خنزيرغوښه ډېر زيانونه لري.

خنزير هر ډول شيان خوري، تر دې چې نجاست او مرداري هم خوري نوله همدې امله په زښتو زياتو، ناروغيو اخته کېږي، د دې ناروغيو شمېر زيات دی. چې زیات او کم (۴۵۰)ته رسېږي، له دې ناروغيو (۷۵) يې انسان ته نقليږي چې د مثال په ډول:

د ځيګر تکليف، د هضم سختوالی، الرجي، غذايې حساسيت، د سرويښتانوتوييدل، شنډوالی، روماتيزم، د شحمياتوزياتوالی، د غيرت او حيا له مینځه تلل او په لسهاوو داسې نورې روغتيايي ستونزې پيداکوي.

د خنزيرد غوښې په تاوانونو که کتابونه وليکل شي، هم کېدای شي خو خپله خبره په همدې ځای پای ته رسوم چې د الله تعالی ټولې ويناوې علمي اعجاز دی.

د قران کريم طبي اعجاز څخه

هغوی چې اندریوډ سیستم لرونکی ځیرک ټیلفون کاروي، د یاران اپ له ګوګل پلی سټور خپلو موبایلونو ته ښکته کولی شي. او هلته په یاران کې خپرې شوې ټولې ګټورې لیکنې هره وخت لوستلی شي.  له دې ځایه یاران اپ خپل موبایل ته ښکته کړئ. د اۍ فون لپاره د یاران اپ ډیر زر خپریږي .
/* ]]> */