ټولنیز ژوند

د خواخوږۍ ځواک

ژباړن: مسیح الله نصرت
سرچینه: فوربز مجله

خواخوږي دې ته وايي چې پر ځای ځان احساس کړې، د هغه په څېر احساس وکړې، د هغه په څېر وګورې. نه یوازې د خواخوږۍ د سرچینو موندل سخت نه دي بلکه خواخوږي د نړۍ نه د اوسېدو لپاره یو ښایسته ځای جوړوي.

ډانیال. اچ. پېنک

نو خواخوږي څه ده؟ خواخوږي د بل چا شخصي نړۍ ته بې له قضاوت کولو دننه کېدل دي. په موقتي توګه د دوی په نړۍ کې ژوند کول، د دوی په احساساتو پوهېدل او تجربه کول دي.

د یوې تجربې په توګه، خواخوږي کولای شي یوه ډېره ځواکمنه ښکارنده و اوسي. په دې پوهېدل چې یو بل څوک ستاسو په احساساتو پوهېږي، تاسو درک کوي، تاسو ته دا حس درکوي چې تاسو یو پردی کس نه یاست، او تاسو ته دا حس درکوي چې تاسو یو ځانګړي کس یاست. دا تاسو ته د دې احساس درکوي چې تاسو یو انسان یاست.

دلته یو څو کرښې دي چې تاسې کولای شئ د خواخوږۍ د تمرین لپاره یې ترسره کړئ.

1· داسې يوه روحیه رامنځ ته کړئ، چې پوه شئ د نور خلکو سره څه تېرېږي او یا په څه حال کې دي. په ورځني روغبړ کې ساده پوښتنې وکړئ لکه؛ نن ورځ څنګه وه؟ یا نن ورځ څنګه تېرېږي؟ او دې ته ورته نورې پوښتنې.

2· د دې پر ځای چې د یو چا ظاهري کړو وړو ته متوجه شئ، هڅه وکړئ چې د دوی باطني احساساتو باندې پوه شئ. په داسې حال کې هڅه وکړئ ساده خبرې ورسره وکړئ لکه؛ دا به تاسو ته سپکاوی وي، تاسو ته به خوښي وي، غصه وي، او یا خوښي وي.

3· ځان ته د یو نږدې کس، د احساساتو په اړه بې پامي مه کوئ. ځان د هغه په ځای کې راولئ او هغه څه چې پر دوی تېرېږي احساس یې کړئ.

4· پوه شئ چې د نړیواله بشري وېره داسې څه نه دي چې اندازه شي. قضاوت مه کوئ. په غوږ نیولو تمرکز وکړئ. د یو چا ښه درک کول او د هغه په حال پوهېدل هغه ته د یو شخصیت احساس ورکوي د یو ارزښتمن انسان شخصیت.

5· د اورېدو ضعیف عادتونه له منځه یوسئ، لکه ژر مشوره ورکول، مزاحمت کول، د احساساتو په پام کې نه نیول، بې له دې چې د مقابل لوري خبرې واورئ.

6· د دې اندېښنې لرې کول چې بې کفایته یاست او یا هم په کنټرول کې نه یاست. دې ته پام نه کول چې تم شئ چې ستاسو وار راورسېږي.

 

هغوی چې اندریوډ سیستم لرونکی ځیرک ټیلفون کاروي، د یاران اپ له ګوګل پلی سټور خپلو موبایلونو ته ښکته کولی شي. او هلته په یاران کې خپرې شوې ټولې ګټورې لیکنې هره وخت لوستلی شي.  له دې ځایه یاران اپ خپل موبایل ته ښکته کړئ. د اۍ فون لپاره د یاران اپ ډیر زر خپریږي .
/* ]]> */