روغه سټه

دویني فشار څرنګه اندازه کړو؟

نږدې ۶۶ میلیونه امریکایان دویني لوړ فشارلرې، چې ۷۲% سلنه ېې له خپلې ناروغۍ ناخبره دي.
په افغانستان کې ددې ناروغۍ په اړه کره شمیرې نه شته خو ګومان کیږي چې یو ګڼ شمیر خلک د وینې لوړ فشار لري او زیات شمیر یې په خپلې دې ناروغۍ نه دي خبر.

په ۲۰۰۱ میلادي کال دنړۍ د ۷،۶ میلیونه مړیني او ۹۲ میلیونه معیوبیتونو کې دوینې د لوړ فشار لاس و.

دوینې لوړ فشار دانسان مهم غړې لکه دماغ، زړه، پښتورګې، سترګې او رګونو سیستم اغیزمنوې.

زموږ په هیواد کې هم د روغتیاېې اسانتیاوو په ډیریدو ددغي ناروغۍ پیژندل زیات شوي اود وینې دلوړ فشار دناروغانو شمېر ورځ په ورځ زیاتېږې.

ددي ناروغانو زیات شمېر پخپلو کورونو کې دفشار آلې (sphygmomanomter)
هم لرې چې خپل فشارونه ورباندې ګوري.

دانډریوډ سیستم لرونکي ځیرک ټیلفون ته د یاران اپلیکشن له دې ځایه ښکته کولی شئ.

دغه کار کله کله د ډاکټر او ناروِغ تر منځ د بې باورۍ او ګیلو سبب کېږې، نو لازمه ده چې دوینې د فشار په کتلو اوتوپېرونو یو څه رڼا واچوو.

که بيړنی حالت نه وي نو د ویني دفشار کتلو لپاره لاندې شرائط پکار دي.

۱: فشار آله باید په سمه توګه فعاله او مناسبه وي.

۲: د فشار آلې دساعتګر یعنی مانومتر ستن باید پخپل ځای او فعاله وي.

۳: د فشار الې په توپ کې باید پخوانۍ هوا پاتې نه وي.

۴: ستاتسکوپ یا غوږۍ مو فعاله او خلاصه وي.

۵: ناروغ باید لږترلږه دپنځو دقیقو لپاره په یوه چوکۍ کیني او دناروغ پښي باید په ځمکه ولګیږې( په چپرکټ نه).

۶: دکوټې چاپیریال باید ارام او هوا ېې برابره وي.

۷: ناروغ باید به تېر نیم ساعت کې تمباکو او کافې نه وي کارولي.

۸: ناروغ باید له روحي پلوه ارام وي.

۹: فشار باید په ناسته چې ناروغ تکیه کړې وي او یا هم په ملاسته وکتل شي.کله کله ډاکټر صیبان دیوی ځانګړې موخې لپاره په ولاړه هم فشار ګوري.

۱۰: مټ باید پوره لوڅ وي.

۱۱: دفشار آلې لستوڼی باید نه سست اونه هم ډیر کلک وتړل شي.

۱۲: دناروغ لاس باید دزړه په سویه پورته او تکیه شي.

۱۳: فشار آله باید د څنګلې له کوتې دوه نیم سانتي متره پورته وتړل شي.

۱۴: په لاس کې باید شریانbrachial art) ) پیدا او غوږۍ ورباندې کیښودل شي.

۱۵: فشار آلې ته باید په ارامه هوا ورکړل شي او کله چې درګ اواز بند شي نو ۲۰-۱۰ درجو پورې نوره هوا ورکړل شي.

۱۶: د فشار آلې هوا باید بېرته په ارامه کمه شي ( دوه درجې په هره ثانیه کې).

۱۷: درګ په سر لومړی اواز تاسو ته دفشار لوړه درجه یاپه عامه ژبه جګ فشار( systolic blood pressure)ښاېې.

۱۸: ددغه اواز ختمیدل تاسوته دفشار ټیټه درجه(diastolic blood pressure) ښاېې.

۱۹: کله کله دغه اواز تر اخره پاتې کېږې نو هر ځای چې اواز بدل شو هماغه د ټیټ فشار درجه ده.

ګرانو لوستونکو کیدای شي موږ او یا موهم روغتیايي پرسونل کیدای شي ټول شرایط په پام کې ونه نیسواو همدارنګه نور لاملونه هم شته چې کیدای شي زموږ داندیښنې لامل شي، چې په راتلونکې کې به پرې بحث وکړو.

 

د لیکوال په اړه : 
ډاکتر بشیر احمد پرهر ،د عمومي داخله ناروغیو متخصص دی چې په جلال اباد ښار کې د ښاروالۍ ودانۍ ته نژدې کتنځای لري. نوموړی د یاران سره په روغتیايي برخه کې همکاري کوي.

 

هغوی چې اندریوډ سیستم لرونکی ځیرک ټیلفون کاروي، د یاران اپ له ګوګل پلی سټور خپلو موبایلونو ته ښکته کولی شي. او هلته په یاران کې خپرې شوې ټولې ګټورې لیکنې هره وخت لوستلی شي.  له دې ځایه یاران اپ خپل موبایل ته ښکته کړئ. د اۍ فون لپاره د یاران اپ ډیر زر خپریږي .
/* ]]> */