اقتصاد

د پرمختګ لپاره ښه پیل

لیکنه: آغاملوک سهار
پرمختګ د هر چا ارزو ده خو ځینې یې په واقعي ډول هوډ وکړي، نو اول ځان اصلي مسیر ته برابر کړي او خپل ټول تمرکز یې په هدفونو وي، چې د نورو د کلونو مزل په ورځو ووهي.

که ته غواړي پرمختګ وکړي باید د وخت سپمولو هنر زده کړي، له ډیر فرعې مسالو ځان لري کړي، د پرمختګ لپاره نور ډیر څه ضرور دي خو وخت او هوډ کلیدي رول لري، که ته وخت ونلري خو نور هر څه ولري نو ډیره کمه پاته فاصله به دي ناکام کړي، که هوډ ونلری نو فرصتونه به له لاسه ورکړي.

د وخت سپمولو لپاره بهتره لار داده چې د نورو له تجربو ګټه واخلي، د خپل مسلک او کار له با تجربه ،مخلص کسانو سره کیني، پوښتني ترې وکړي، یوازې په کتابونه او لیکنو یې اکتفا ونه کړي، خپله مخامخ یې وویني ویې پوښتي، ځکه ډیر داسې څه وي چې څوک یې لیکل نه خوښوي، یایې لیکل معمول نه وي خو تر لیکل شويو ډیر مهم وي خو ته باید دا هنر ولري چې هغه تاته د کلونو کلونو د کار او تجربو محتوا ووایې.

دا کار ته باید د ژوند تر پایه ادامه ورکړل سي ځکه مهم دی. بل دا چې د ځان لپاره مربی یا مینټور ولري، سلاکار او د مربی ترمنځ فرق دا وي چې سلاکار تاته په ځینو مسایلو مشوره درکوي، خو مربی ستا په ټولو کرکټرونو کار کوي.

زموږ تاسو تر ټولو ښه مربیان خو مور او پلار وي خو هغه مو تر محدود وخت پورې په ژوند کې دخیل وي، نو اړ یو د کار او مسلک اړوند مینټور ځان ته پیداکړو، چې اوږدي لارې لنډي کړو، او نامناسب خویونه له ځان نه لیری کړو.

زما تر اوسه څو مینټوران تیر سوی، دوه خو اوس هم لرم، د ښوونځي په دوره کې له یو ډاکتر سره شاګرد وم، خو دی مې اړ کړ چې زما مربی هم شي ځکه له اخلاص سره سره ښه ارواپوه هم وو، نو ده ماته د نورو لارښونو سره سره د ټلویزوني پروګرامونو کتل هم راښودل.
چې هر چینل کې به مهم د پرمختګ، نوښت پروګرام وو چې دي کتلو ارزښت یې درلود، ډاکتر به راته ویل دا ګوره، که هغه دا کار نه واي کړي ممکن زه د جنګي یا عاطفی سریالونو یا نورو دیته ورته پروګرامو په کتلو اموخته سوی واي.

خو ښه خبره داده چې ته د مربی ټولو خبرو ته غوږ ونیسې، دده په مخ يې وړاندیزونه رد نه شي، مناسب او نامناسب یې له ځان سره وسنجوي. بل د وخت سپمولو لپاره ستا طرز فکر ده چې څنګه یو کار ته ښه حل لاره پیدا کوي، دا ډیر مهم ده.

اوس باید دا ووایو چې څنګه مفکورې رامنځ ته کړو، څنګه له خپلې مفکورو څخه عاید تر لاسه کړو، څوک مو ښه مرسته کولای سي؟ مرستندویه چاینلونه کوم دي؟ کوم شهرت مهم او څنګه؟ … د لیکنې د اوږدیدو په خاطر په یو بله جلا لیکنه کې

هغوی چې اندریوډ سیستم لرونکی ځیرک ټیلفون کاروي، د یاران اپ له ګوګل پلی سټور خپلو موبایلونو ته ښکته کولی شي. او هلته په یاران کې خپرې شوې ټولې ګټورې لیکنې هره وخت لوستلی شي.  له دې ځایه یاران اپ خپل موبایل ته ښکته کړئ. د اۍ فون لپاره د یاران اپ ډیر زر خپریږي .
/* ]]> */