کرکټ لوبې

زما تړلی لاس او ستا درنې درنې څپېړې!

 

اجمل تورمان

نېږدې شل کاله مې له رسنیو سره د کار پوره کېږي، شونډه مې لا نه وه توره شوې چې لیکوالۍ او ژورنالیزم ته مې مخه کړه او اوس دا دی د شقیقو وېښته مې هم سپین شوي دي.

په هر حال، رابه شم اصل مطلب ته، کابو دوه میاشتې مخکې مې د ځینو ملګرو په هڅونه چې ګوندي د هغو طرحو له مخې چې لرم یې د کرکټ بورد د نشرانو په برخه کې ښه ثابتېدلی شم د یادې ادارې د نشراتو د برخې مسوولیت ته مې زړه ښه کړ.

له ښاغلي عاطف مشعل سره مې وکتل، خبرې ښې وې، زه اصلاحاتو ته ژمن وم او مشعل صیب د مسلکي کسانو تقررۍ ته.

په پاړسي کې وايي، دیوار ها موش داره، موش ها ګوش داره.

سبا ټوله دنیا راباندې خبره وه چې زه کرکټ بورد ته ځم، خو ښه دی موضوع په همدې تېزۍ بېرته سړه شوه او اوس له خلکو هېره ده، ان له هغوی هم هېره ده چې نغارې یې ورته وهلې.

زه له عاطف مشعل نه یم خپه، ځکه که په هغه کې مداري ګري وه نو له ما کس نه خطا کېږي په لومړي ځل لیدو به یې اندازه راته لږېدلې وه.

بیا هم په هر حال او رابه شم په اصله کې اصلې خبرې ته، په کرکټ بورد کې اصلاحات اسانه خبره نه ده، ما پخوا هم په خپله یوه فیس بوکي لیکنه کې لیکلي ول چې د کرکټ بورد د لوبغالي پڼه کوونکی هم بې واسطې نه دی.

نو د کسانو تغیر او تبدل، باسل او راوستل که ښاغلي مشعل شل د یپلوماسۍ له مخې ووايي چې دی یې واک لري زه وایم نه یې لري، دلته غټ غټ کسان، ماتکې او توسان ښکېل دي او د کرکټ بورد اوسمهالي ریس ټول واک نه دی.

په یو هیواد کې چې ولسمشر یې په اصلاحاتو کې خود مختاره نه وي نو د کرکټ بورد له ریس نه یې څه غواړئ؟

بله د فساد خبره وه، چې ګوندي ښاغلی مشعل به په فساد کې ښکېل وي ځکه غږ نه کوي او جوړ جاړي ته یې غاړه ایښې، د خدای بندګانو د مشعل له دې دندې څومره موده وتې چې ده به جیب ډکولو ته ملا تړلې وي؟

د لطف الله مشعل شخصیت ته په کتو ماته عاطف مشعل هم داسې کس نه ښکاري، ځکه دوی د پلار زمان او د یو دستراخوان سړي دي.

زه په دې برخه کې یو شمېر نورې هغه کړۍ هم ګرمې ګڼم چې ظاهراً ځان د کرکټ بورد خواخوږې ښيي خو په خپلو منافقتونو او ورانکارو فعالیتونو سره غواړي اوس چې د افغانستان کرکټ بورد نړیوال غړیتوب خپل کړی او له اقتصادي نظره یو څه ښه شوی په اصطلاح په غوړو کې یې د خپلو کولمو برخه هم وکړي.

هغوی چې اندریوډ سیستم لرونکی ځیرک ټیلفون کاروي، د یاران اپ له ګوګل پلی سټور خپلو موبایلونو ته ښکته کولی شي. او هلته په یاران کې خپرې شوې ټولې ګټورې لیکنې هره وخت لوستلی شي.  له دې ځایه یاران اپ خپل موبایل ته ښکته کړئ. د اۍ فون لپاره د یاران اپ ډیر زر خپریږي .
/* ]]> */