ټولنیز ژوند

ولې شهرت !؟

لیکوال :زکریا عارف

دشهرت غریزه یوه عجبه پدیده ده،دځوانۍ او مستۍ په وخت کي دمسؤلیت د احساس کچه ټیټه وي انسان ډېرکارونه د شهرت په نیت کوي؛ځیني په سپورت کي کوښښ کوي،ځیني سبقونو ته متوجه وي ځیني کسبونه زده کوي او څوک بیا وخت په تفریحي کارونو کي تیروي.
دځوانۍ په لومړۍ کي دانسان سره یوازي د ځان غم وي،نورو ته یې توجه کمه وي،داسي څوک به نه وي چي هغه له شهرت څخه کرکه ولري! که څوک وايي چي دشهرت په کیسه کي نه دی، هغه یا دشهرت له عواقبو څخه ویریږي او یا ظاهراً شکسته نفسي کوي.
دوخت په تېرېدو سره فکر بدلون کوي، انسان د مشهور کیدلو تر څنګ د نورو کارونولپاره کوښښ کوي،یوازي دځان او کورنۍ لپاره نه بلکي دټولني غم هم ورسره پیدا سي.دغه یوه سمه لاره ده،دې سمي لاري ته ژمن خلګ ژمن پاتیږي. دفکر په وسیله موږ سمه او نا سمه لاره انتخابولای شو،که له فکر څخه ناوړه ګټه واخلو، نتیجه ئې پښېماني ده، پښېماني غم رامنځ ته کوي او غم پر سړي تاثیر کوي چي سمي پرېکړي ونه کړي. موږ تر ډېره په دغه مصیبت اخته یوچي سم فکر سم نه کاروو خو وروسته لاسونه سره مښوو.

دسم فکر پایله مثبت شهرت دئ،او دمنفي فکرپایله منفي شهرت دئ،اختیار او خوښه ستاسو خپله ده.
دډېرو خلکو ارمان دا دئ چي مشهوره شي ؛ خو دشهرت پر مهال یا دشهرت وروسته بیا ددې خلکو احساس څه وي؟

په لاندي کرښو کي به بحث پري وکړو.

ددې لیکنې لیکوال : ذکریا عارف

کوم ډول خلک شهرت ته رسیږي؟
هغه خلک شهرت ته رسیږي چي مذهبي،هنري،سیاسي،ورزشي،علمي او دې ته ورته نور ذوقونه ولري دغو ذوقونو ته کار وکړي او تر خلکو ئې ور ورسوي؛ شهرت کولای شي چي مثبت او منفي وي :
«هیټلر» او«گاندي»دواړه تاریخي شهرت لري،خو یو یې مثبت او بل ئې منفي شهرت لري یا دا چي تر دوی دوو وروسته ولسونو قضاوت کړی دئ او نوموړي یې مشهوره کړي دي.شهرت دتعلیم یافته خلکو له پاره یو نعمت دئ، ځانغوښتنه له شهرت سره توپیر لري، ځان غوښتتنه دې ته وایې چي یو څوک پر نورو خلکو خپل نظریات تپي او په زوره خلکو اطاعت کولو ته مجبوروي.

آیا مشهور خلک نسبت عادي خلکو ته نیکبخته دي که بد بخته؟

هیڅوک دا نه وایې چي له شهرت او قدرت څخه کرکه لري، که څوک وايي چي دشهرت په کیسه کي نه دئ، هغه یا دشهرت له عواقبو څخه ویریږي او یا ظاهراً شکسته نفسي کوي.ځیني خلک نیکبختۍ یوازي په پیسو، مادیاتو، قدرت او مقام کي خلاصه کوي خو دنړی تر نیمايې ډېر د منصب څښتنان او سرمایه داران له خپل ژوند څخه نا راضه دي. پیسې، قدرت اومقام دانسان پر نیکبختۍ دلالت نه کوي، بلکي خوښي هغه څه ده چي هر څوک ئې غواړي.

نیکبختي یوه نسبي پدیده ده نه مطلق ځکه چي هر څوک له نیکبختۍ څخه یو ډول خاص تعریف لري خو دټولو انتها په یوه ځای ختم شي یعني دا چي هلي ځلي دروحي آرامي او داخلي خوښي لپاره وي.

شهرت او بریا یو له بل سره څه اړیکه لري ؟

د شهرت او بریا تر منځ اړیکي نظر په حالاتو تعریفولای شو. لومړی خو داسي یو مشخص تعریف نه سته چي ټولو ته دقناعت وړ وي که څه هم ارواپوهان،ټولنپوهان او فیلوسوفان په دې اړه یې ډول ډول نظریات ورکړي،خو په مجموع کي دبریا لپاره شخصي تصمیم نیونه مهم رول لوبوي.

ولي ځیني مشهور خلک له ستر بحران سره مخ سي؟

دلیل یې دا دئ چي مشهور خلک دبریا مثبت او یا منفي شهرت او قدرت دساتلو توازن نه شي ساتلی،او د ځانغوښتني په دام کي را ګیر شي،له غولونکی سیاست او درواغ ویلو څخه کار اخلي. په دې مرحله کي انسان له خپل ذاتي قدرت او شهرت څخه په ناوړه ګټه پورته کولو تورنیږي.

دشهرت له لاسه ورکول تاوانونه هم رامنځته کوي.

کله داسي پیښ شي چي یو دم مشهور خلک خپل شهرت له لاسه ورکړي، نو له همدې کبله دشهرت دساتلو زده کړي ته اړتیا محسوسیږي. مخصوصاً ورزشکاران باید په ځوانۍ کي زده کړي وکړي ځکه چي د وخت په تیریدلو یې فزیکي انرژي کمیږي او د پخوا په څیر به مشهور ورزشکار نه وي نو ضرور دئ چي هر څوک چي مشهوره کیږي باید د شهرت دساتلو په طريقو هم پوه وي چي په راتلونکي وخت کي له ذهني ګډوډي سره مخامخ نه سي.

په اکثریته پر مخ تللي هیوادونو کي دمشهورو ځوانانو لپاره لکه میسي،کریستین رونالدو، او یا کم عمره مشهورې څیرې چي په لنډ وخت کي له نزولې حالت څخه صعودي حالت ته رسیږي په کمه موده کي پر له پسې دزدکړي ځانګړي کورسونه چمتو کیږي تر څو په آینده کي له ګواښ سره مخامخ نشي؛ که څوک له دې ډول کورسونو څخه په ښه توګه استفاده وکړي دلا مشهوریدا لپاره ځانته لاره برابروي.

دا ډول زده کړي نه یواځې دځوانانو لپاره بلکه دټولو مشهور ځیرو لپاره اړین دی خصوصاً هغه خلکو ته اړین دئ چي له ټولنیز ټیټ وضعیته دبریا لوړو څوکو ته رسیږي.

ددې ډول زدګړي تأثیرات کولای شو چي (دروی چارلیز ترون) دجنوبي افریقا مشهوره هنري ښځینه ځیره په ژوند کي مطالعه کړو نوموړی له ډیر کورني ستونزو سره وکولای شوچي داسکار جایزې ګټونکې شي؛مور یې دپلار په قتل تورن وو خو تر اوسه یې داسې عمل ندی تر سره کړی چي شهرت ته یې تاوان ورسوي.

خو په خواشیني سره چي زموږپه هیواد کي دې ډول زده کړو ته هیڅ پاملرنه نه کیږي.

آیاشهرت ښه دئ که بد؟

شهرت د مشهورو خلکو پر ژوند بې شمیره تأثیرات لري دا ټول تأثیرات مثبت نه وي. کله چي یو څوک شهرت ته ډیره توجه وکړي د ژوند په چارو کي یې بدلونونه رامنځ ته کیږي ،مثلاً خپل شخصي حریم له لاسه ورکوي حتی امکان لري چي مشهور کس دکاذب غرور په دام کي را ګیر شي او دروابطو کچه یې له نورو خلکو سره را ټیټه شي،همدا رنګه که له شهرت څخه په سم ډول ګټه نه واخیستل شي منفي اخلاقي تأثیرات یې قوي کیږي او خپل ملګري او متأثره کسان له لاسه ورکوي. او بل دا چي موږ ټول دشهرت په لټه کي یو او غواړو چي په ټولنه کي مطرح شو.

په مجموع کي شهرت ته ښه او بد ویلای نشو،بد ځکه نشو ویلای چي که مشهور خلک له خپل شهرت څخه په خیریه ټولنیزو کارونو کي کار واخلي مثلاً مشهور کس ماشومان او ځوانان دتعلیم ډګر ته وهڅوي، له خپل شهرت څخه تر لاسه شوي پیسې او نور وسائل په خیریه چارو کي مصرف کړي او سولئیز هدف ولري بیا شهرت ښه دئ او ددې ډول مشهورو کسانو شتون په ټولنه کي ګټور تمامیږي؛او شهرت ته ښه ځکه نشو ویلای چي ځینې خلک له خپله شهرته ناوړه ګټه اخلي، په اخلاقي مفاسدو اخته کیږي، عامو خلکو ته غلطې لارښووني کوي او ژبني،قومي او تعصبي مسائلو ته لمن وهي.

دشهرت ګټې او تاوانونه:
دا موضوع زموږ په لید لوری پوري اړه لري؛که څوک له خپل شهرت او اقتدار څخه دخیر په نیت استفاده وکړي، مثبته نتیجه لري. له حده ډېر تظاهراو عاجزي بیرته دغرور یوه نښه ده او غرور او ځانغوښتنه دخرابي سبب ګرځي.

 

 

 

هغوی چې اندریوډ سیستم لرونکی ځیرک ټیلفون کاروي، د یاران اپ له ګوګل پلی سټور خپلو موبایلونو ته ښکته کولی شي. او هلته په یاران کې خپرې شوې ټولې ګټورې لیکنې هره وخت لوستلی شي.  له دې ځایه یاران اپ خپل موبایل ته ښکته کړئ. د اۍ فون لپاره د یاران اپ ډیر زر خپریږي .
/* ]]> */