خواړه روغه سټه

د چک جمهوریت خلک نړۍ کې تر ټولو زیات الکول څښي

 

د کلینک کمپیر Clinic Compare په نوم يوې پلټونکې ډلې د روغتیا د نړیوال سازمان یا WHO په همکارۍ د نړۍ د هیوادونو درجه بندي کړې او هغه لیست يې خپور کړی، چې ښيي، د کومو هیوادونو خلک په جسمي لحاظ فیټ او ښکلي دي او د کومو هغوې يې ډير چاغ دي.

څیړنه د نړۍ په ۱۷۹ هیوادونو کې ترسره شوې او د چاغوالي په اساس درجه بندي شوي دي.

ډاکتران باور لري، هغه خلک چې زیات الکول، تنباکو، مشروبات او له وړاندې تیار شوي خواړه (Fast Food) کاروي، وزن يې زیاتیږي.

د روغتیا د نړیوال سازمان له لورې په دې شریکو شو مالوماتو کې د چاغښت پورته ذکر شوي فکټورنه هم په نظر کې نیول شوي دي.

د معلوماتو په اساس د چک جمهوریت د نړۍ تر ټولو غیری صحي هیواد یاد شوی او د چاغو خلکو شمیر پکې زیات دی.

د پلټنې په اساس د چک خلک د نړۍ تر ټولو زیات الکول څښي او نشه يې عادت دی. څیړونکي وايي، چې د دوې د چاغښت اساسي لامل د همدوۍ زیات څښاک دی. د چک جمهوریت هر وګړی په منځني ډول د کال تر ۱۳.۷ لیټره الکول څښي.

د څيړنې د موندنو په اساس د چیک جمهوریت د تمباکو په مصرف کې هم د نړۍ د هیوادونو ترمینځ یولسم (۱۱) ځای لري.

روسیه بیا په ترتیب سره دوهم هیواد دی، چې خلک يې زیات الکول او تمباکو څښي او وګړي يې له نارمل حالت څخه پورته وزن لري.

په همدې لیست کې بیا سلوینیا دریم، بیلاروس څلورم، سلواکیا پینځم او هنګري شپږم ځای لري.

انګلستان بیا د الکول په څښاک او د خلکو په چاغښت کې د نړۍ د هیوادونو ترمینځ ۱۹ نولسم ځای لري؛ بریټونس بیا په همدې لیست کې نهم (۹) ځای لري.

د ختیځې اروپا د هیوادونو اوسیدونکي یوازينې خلک دي، چې تر ټولو ډیر الکول څښي او ډیر چاغ دي. د الکولو د څښاک او چاغښت له مخې د هیوادونو د درجه بندۍ د لیست نهه (۹) اوليه هیوادونه د ختیځې اروپا دي. یغنې د ټاپ لسو څخه نهه (۹) هیوادونه يې د ختیځې اروپا دي او لسم يې متحده ایالات دي.

د خوښۍ خبره داده، چې د څيړنې موندونې ښيي، افغانستان د نړۍ تر ټولو صحي هیواد دی او افغانان د جسمي پلوه تر ټولو ښه او فیټ Fit دي.

د افغانستان د ټول نفوس یواځې ۲.۷ سلنه خلک له ټاکلې اندازې زیات چاغ دي.
د افغانستان هر وګړی په اوسط ډول ۸۳ سګریت څکوي او د نړۍ یواځينې هیواد دی، چې پکې د الکولو استعمال بیخي په نشت حساب دی.

څیړنه وايي، چې ددغه هیواد حکومت د شرابو پیر او پلور او څښاک ته قانوني اجازه نه ده ورکړې؛ همدا لامل دی، چې پکې د الکولو استعمال کم او خلک يې له جسمي پلوه روغ دي.

جینو له افغانستان وروسته دوهم صحي هیواد دی، چې خلک يې له جسمي اړخه ښه دي. ناجیر دریم، او نیپال څلورم صحي هیواد دی، چې خلک يې کم الکول څښي او له جسمي پلوه روغ دي.

یادونه:

دلته د هیوادو درجه بندي یواځې د الکولو او تمباکو د مصرف او د خلکو د چاغښت په اساس شوې ده. یغنې دلته ټول تمرکز په جسمي صحت دي. څیړنه د خلکو د رواني او سیکالوژیکي اړخ سره کومه اړیکه نه لري.

په لاندې لینک کلیک کړئ، او معلومه کړئ، چې له نارمل حالت څخه مو وزن زیات دی او که کم! دا لینک د BMI، چې د وزن د نړیوال شاخص په توګه کاریږي، په اساس تاسې ته ښيي، چې له زیات نه زیات باید ستاسې وزن څومره وي؟

http://www.thecalculatorsite.com/health/bmicalculator.php

سرچینه:
Clinic Compare

 

هغوی چې اندریوډ سیستم لرونکی ځیرک ټیلفون کاروي، د یاران اپ له ګوګل پلی سټور خپلو موبایلونو ته ښکته کولی شي. او هلته په یاران کې خپرې شوې ټولې ګټورې لیکنې هره وخت لوستلی شي.  له دې ځایه یاران اپ خپل موبایل ته ښکته کړئ. د اۍ فون لپاره د یاران اپ ډیر زر خپریږي .
/* ]]> */