اقتصاد

غواړې شتمن شئ؟

 

لیکنه: نور عمر

په معاصر عصر کې به هیڅ داسې څوک ونه ګورې چې هغوي دې د شتمنۍ د ډېروالي ارزو ونه لري، دا پخوانۍ معقوله ده چې اشخاص به یو وخت کې د دنیا او مال تقاضا ډېره کوي. نن هماغه وخت راغلی چې ډېری اشخاص غواړي شتمن شي. په تېر وخت کې خلکو شتمنۍ ته دومره ارزښت نه ورکاوه خو ولې د ټکنالوژۍ په ډېروالي او عصریت سره هر څوک هڅه کوي چې باید شتمن شي تر څو د نوې ټکنالوژۍ د اخیستلو یوه برخه وګرځي. که مونږ تېر عصر ته وګورو نو زیاتره وګړي په دې نه پوهېدل چې شتمني کوم ځای کې په کار خوري؟
او شتمني مونږ ته څه ګټه رسولای شي؟

خو د وخت په تېرېدو او د تعلیم په ډېرېدو اوس خلک پوه شوي چې مونږ څومره شتمنۍ ته اړتیا لرو؟

او شتمني په کومو ساحو کې مصرف کړو؟

زمونږ د هېواد نظام سرچپه روان دی، دلته هاغه څوک شتمن دي چې د خپلې شتمنۍ د پر کار اچولو پر مؤثرو او ګټورو لارو نه پوهیږي، او نه پوهېږي چې په خپلې شتمنۍ کومې ساحه کې پانګونه وکړي؟ او هاغه اشخاص چې د شتمنۍ د لګښت په ساحه پوهېږي هغوي بیا شتمني نه لري. د شتمنۍ د ترلاسه کولو یوه معقوله او اساسي خبره به زه تاسو ته وکړم چې څنګه مونږ شتمن کېدای شو؟

ما مخکې ذکر کړل چې هاغه اشخاص شتمني لري چې په لګښت یې نه پوهېږي، اوس خبره دا ده چې مونږ باید څنګه د هغوي د شتمنۍ نه ګټه واخلو؟

 

که ته لسانس/ماسټر یې نو ته په دندو پسې مه ګرځه، ځکه تا نوي څه زده کړي، تا هاغه څه زده کړي چې پرې نوي څه منځ ته راوړلای شې. کله چې ته نوي څه لرې چې نوي څه پرې رامنځته کړې، نو بیا اړتیا نشته چې په یوه داسې اداره کې کار وکړې چې هغه پوره ده.

زمونږ ګران هېواد افغانستان په اقتصادي امورو کې نوې پانګونې ته ضروت لري، نو ته هم چې کله فارغ شوې شتمنو پسې وګرځه، د هغوي شتمني او خپلې فارمولې او پوهه سره ګډه په کار واچوه.

د بېلګې په توګه:
یو شتمن سره ښې ډېرې پیسې دي، خو هغه یې په لګښت نه پوهېږي او ته په دې پوهېږي چې دا شتمني باید په کومو ساحو کې په کار واچول شي. نو اړینه ده چې ته د هغه شتمني او خپله فارموله چې د شتمنۍ د لګښت لپاره په ذهن کې لرې په کار واچوې، ته کولای شې چې د خپلو مفکورو او د شتمن په شتمنۍ یوه نوې کمپنۍ رامنځته کړې، پروا نکړي که دا کمپنۍ په لومړي سر کې ډېره عادي وي خو د وخت په تېرېدو هغه ستر والي ته رسېږي او د وخت په تېرېدو ته هم یو شتمن شخص جوړېدای شې. هر شتمن به په لومړي سر کې ستا د مفکورې خلاف وي او نه به غواړي چې تاته شتمني د پانګونې لپاره درکړي، خو ته به مورال نه بایلې، ته به هغه ته قناعت ورکوې چې دا مفکوره نه ناکامېدونکې ده، نو بیا امکان شته چې شتمن خپله شتمني تاته د پانګونې لپاره درکړي خو ډېری داسې شتمن شته چې هغوي داسې اشخاصو پسې ګرځي لکه ته چې همداسې شتمن پسې ګرځې.

اوس راځم چې مونږ باید کومې اساسي خبرې ځان کې عملي کړو تر څو شتمن اشخاص ووسو؟ او شتمن شو؟ لاندې څو مهم موضوعات چې ښايي ځینې یې تاسې ته کلیشه وي، خو ما پرې کار کړې او د ډېری شتمنو اشخاصو له خصوصیاتو مې دا راخیستي.

لومړی:

د شتمنۍ په ارزښت وپوهېږه.
که مونږ ځير شو، نو د هر کتاب په لومړي سر کې یې د کتاب په ارزښت خبره کړې وي، ځکه چې مونږ د یو څه زده کړه او تقاضا کوو، نو دا اړینه ده چې مونږ باید په لومړي سر کې د هغې په ارزښت وپوهېږو. شتمني مونږ د یوه هدف په اساس ترلاسه کول غواړو، هغه که له ځان نه ښه تاجر جوړول وي، که پانګوال جوړول وي، او که د کمپنۍ د جوړولو لپاره مونږ د شتمنۍ لیوني یو. نو دلته اساسي خبره ده چې مونږ باید د شتمنۍ په ارزښت وپوهېږو، او په دې هم باید وپوهېږو چې شتمني زه د څه لپاره پیدا کول غواړم؟

کله چې مونږ د شتمنۍ په ارزښت وپوهېدو چې زمونږ د شتمن کېدو لپاره شتمني څومره اړینه ده، نو مونږ بیا خپله د شتمنۍ د ترلاسه کولو لپاره فکري او بدني ځواک په کار اچوو. ځکه مونږ چې د کوم څه لپاره شتمني ترلاسه کول غواړو هغه به زمونږ د ژوندانه مهمه برخه جوړوي او زمونږ په شخصیت به هم مثبت اغیز لري، نو په همدې اساس به مونږ هم د شتمنۍ د ترلاسه کولو ډېر لېوال شو. کله چې مونږ د شتمنۍ لېوال شوو، نو لرې به نه وي چې شتمن شوو.

دوهم:
د شتمنو اشخاصو ژوند مطالعه کړه.

د شتمنۍ د ترلاسه کولو دوهم اساسي رکن د شتمنو د ژوند مطالعه کول دي، دا په دې مانا که مونږ د شتمنو ژوند مطالعه کړو نو مونږ به د هغوي کردار د شتمنۍ په پیداکولو کې وپېژنو، او هماغه کردار به بیا مونږ هم د شتمنۍ د ترلاسه کولو لپاره په کار واچوو. څوک چې شتمن شوي هغوي ذاتي شتمن نه وو، هغوي کار کړې، هغوي هڅې کړي، او د هماغه هڅو په نتیجه کې د هغوي د شتمن کېدو خوب رښتیا شوې.

دریېم:
له الله ج څخه ډېر څه وغواړه.
مونږ په دې باور لرو چې الله ج له هر اړخه پوره دی، که هغه وغواړي چې شتمن شو نو د سترګو په رپ کې به مو شتمن کړي او که وغواړي چې مونږ غریب شو نو بیا به هم مونږ د سترګو په رپ کې غریب شو، دا چې الله ج مونږ سره وعده کړې چې تاسو سوال وکړئ زه ستاسو سوال ځمکې ته نه غورځوم نو مونږ ته هم په کار دي چې سوال مو غټ ووسي، زمونږ په غوښتنه د الله ج په خزانو کې کمی نه راځي. هغه په خپل حال دي. نو په کار ده چې کله هم مونږ له الله ج څه غواړو باید ډېر څه ووسي. دلته یوه خبره ډېره اړینه ده چې مونږ یې باید وکړو هغه داسې: الله ج مرغانو ته هم رزق ورکوي خو په ځاله کې یې نه وراچوي، نو مونږ ته هم په کار ده چې له الله نه مو کوم سوال کړې هغې لپاره باید بډې رابډوهو او خواري وکړو، او په دې باور ولرو چې الله ج موږ سره مرسته کوي.

څلورم:
په هیڅ قیمت هدف مه پرېږده.
هدف یو داسې ویی ده چې د هر بریالیتوب په لومړي سر کې قرار لري، نو په دې اساس دلته هم ډېره اړینه پدیده ده. ځکه شتمن کېدل څه د سترګو په رپ کې نه کېږي، د شتمنیو د ترلاسه کولو په صورت کې باید ته له غټ زغم او حوصلې نه کار واخلې. کله چې زمونږ هدف لوړ شو نو په کار هم ده چې حوصلې او زغم ته هم غټوالی ورکړو.

پنځم:
تقدیر ته مه په تمه کېږه.
زمونږ زیاتره ورونه خپله شتمني په تقدیر کې لټوي، حال دا چې هغه به له فکري اړخه هم پوره وي او په فزیکي اړخ کې به یې هم نیمګړتیا وجود نلري، خو بیا به هم تقدیر ته ګوته په غاښ ناست وي، شتمني لاس ته راوړل کار غواړي، که کار ونه کړو نو شتمن به څنګه شو‎؟
مونږ باید یوه خبره له ذهن نه ونه باسو هغه دا چې شتمني ویشل کېږي نه بلکې شتمني پیدا کېږي، دا چې شتمني څرنګه پیدا کېږي دا بیا کار ته ضروت لري نه د تقدیر فیصلې کېناستلو ته.

شپږم:
باورې اوسه چې شتمن کېدل ممکن دي.

کله چې سهار له خوبه راویښ شوې په راځوړنده ایئنه کې ځانته وګوره او له ځان سره ووایه چې د نړۍ راتلونکی شتمن.
دا جمله تا دې ته هڅوي چې راتلونکي کې شتمن شې، ته باید باوري اوسې چې شتمن کېدل څه فطري نه دي، او دا هم ځان سره ووایه چې د نړۍ شتمن څه فطري شتمن نه وو، بلکې لومړی هغوي هم زما غوندې عادي اشخاص وو. کله چې ته په دې باوري شوې چې هغوي هم لومړی زما غوندې اشخاص وو نو ته به هم کار او هڅې ته مخه کړې او د همدې هڅې په ترڅ کې به شتمن شې، خو که ته له ځان نه دا تمه وشکوې چې زه نه شم شتمن کېدای نو بیا ته په رښتینې ډول هم نه شې شتمن کېدای ځکه تا له وخته مخکې پرېکړه کړې او پرېکړه دې هم د ځان په اړه منفي کړې.

اووم:
خپله محدوده شتمني هم په کار واچوه!

که ته له ځان سره محدوده شتمني لرې نو هغه هم په کار واچوه، ځکه هر څه په لومړي سر کې ډېر محدود وي، خو د وخت په تېرېدو هغه پراختیا مومي او ګټه یې هم ډېرېږي.

زمونږ یو خپلوان و، هغه ډېر غریب و، خو یوه موده مخکې زمونږ کور ته راغی او زما پلار ته یې په دې اړه وویل چې غواړم کار شروع کړم خو پیسې مې کمې دي. زما پلار ورته وویل همدا لږې پیسې هم په کار واچوه، هغه هم خبره ومنله او خپلې پیسې یې په کار واچولې، هغه په لومړي سر کې د کارتونو یو وړوکی مېز کېښود چې یوازې کارتونه یې پرې خرڅول، وروسته یې ورسره وړه صرافي هم شروع کړه، ورپسې یې د موبایلونو کاورونه شروع کړل، دا ټول یې په همدې وړوکي مېز کې ځای پر ځای کول خو د وخت په تېرېدو د دوئ مشتریان زیات شول، نو د مشتریانو په ډېرېدو د دوي مال هم ډېر واته، هماغه و چې دوي مجبور شول چې د مېز نه خبره یوه وړوکي دوکان ته یوسي، وروسته یې په وړکي دوکان هم چاره نه کېده، لاړل او یوه مارکیټ کې یې د موبایلونو د کارونو غټ دوکان ونیو، اوس له هغه وخته ډېره موده وتلې، یو ورور یې هماغه دوکان کې وي، او بل ورور ته یې د موبایلونو غټ دوکان جوړ کړی دی، زما په اند هغوي په لومړي سر کې دېرش زره کلدارو باندې کار شروع کړې و، خو اوس یې کار له دېرش لکو هم بره دی، دا موضوع بابیزه مه نیسئ، دا واقیعت لري، ما مخکې هم وویل چې غواړې شتمن شې باید ځان په ایئنه کې شتمن شخص ووینې. که ته خپله محدوده شتمني په کار واچوې هغه به تاته نوره شتمني هم وګټي خو که ته شتمني په کار وانه چوې نو هغه شتمني به د وخت په تېرېدو ستا له جیبه کډه وکړي او ته به ترې ځان بېغمه کړې.

اتم:
د ناکامو او ماته منلیو پر ځای له بریالیو کسانو سره ناسته ولاړه وکړئ

وايي چې له چا سره ګرځې په خوي به د هغوي پرځې.
که له داسې کسانو سره ګرځي چې ژوند کې د بریا او وړاندې تګ تکل نه لري، له هڅې پرته یې ماته منلې وي او خپله بې وزلي یې د یو نه بدلیدونکي حقیقت په توګه منلي وي نو هغوی تل تاسې ته د مایوسۍ کیسې کوي، تل درته هاغه څه بیانوي چې ستا فکري ځواک هم ورسره کمزورې کېږي او تشویش درته پیدا کېږي.

بله معقوله خبره پکې دا ده چې هغوي نه ته د شتمنۍ د ترلاسه کولو لپاره کومه خبره نه شې یادولې، ځکه هغوي خپله د بریا او وړاندې تګ تکل نه لري نو ته به څنګه ترې د شتمنۍ د ترلاسه کولو چل یاد کړې؟

خو که ته د بریالیو او شتمنو کسانو سره ناسته ولاړه ولرې، په تا کې به د شتمنۍ د ترلاسه کولو یو احساس راپیدا شي، شتمنۍ سره به دې مینه پیدا شي، او د شتمنۍ د ترلاسه کولو لپاره به یوه انګیزه ولرې. د هغوی په لیدو ښايي تا سره پوښتنې راپیدا شي چې زه له ده څه کم یم چې شتمن نه یم؟
زه ولې غریب یم؟
زه ولې دا هر څه نه لرم کوم چې یې شتمن لري؟ حال دا چې زما فکري او بدني ځواک د هغه سره شباهت لري؟
کله چې تاسره دا پوښتنې راولاړې شوې نو ته خپله د شتمنۍ د ترلاسه کولو لپاره کار کوې….

هغوی چې اندریوډ سیستم لرونکی ځیرک ټیلفون کاروي، د یاران اپ له ګوګل پلی سټور خپلو موبایلونو ته ښکته کولی شي. او هلته په یاران کې خپرې شوې ټولې ګټورې لیکنې هره وخت لوستلی شي.  له دې ځایه یاران اپ خپل موبایل ته ښکته کړئ. د اۍ فون لپاره د یاران اپ ډیر زر خپریږي .
/* ]]> */