ټولنیز ژوند ژوند او ژواک شخصي وده

د وخت د ضایع کیدو د مخنیوي پنځه مؤثرې لارې

لیکنه: جیم روهن
ژباړه: غازي عابد

راځئ چې د وخت د ښه مصرفولو په څو لارو چارو سره وپوهیږو:

۱- ورځې ته ورمنډه کړه، ورځ به تا ته در منډه کړي.

د وخت د مدیریت لپاره یو مهم شی د وخت کنټرول دی. که چیرته موږ په خپله لاس په کار نه شو او ورځ له کار سر تیره نه کړو، نو وخت موږ ته خپله نه راځی، خو که موږ له ورځې استفاده غواړو ورځې رانه نه تښتي، بلکې واک کې به مو وي.

۲- د لاسته راوړنې لپاره یوه ذره هم بې ځایه نه کړئ.

باید خپل وخت سم مصرف کړئ. تاسې وګورئ چې نور خلک څومره په خپلو کارونو لګیا دي، تاسې هم همداسې کار وکړئ او یوه ثانیه هم درځینې بې ځایه او هسې تیره نه شي. ځیني خلک وي، ټوله هسې ګرځي ګرځي… خو کله چې راشي او بستره کې څملي بیا وايي، څه مو وکړل، هیڅ، یعنې باید هره شیبه مو داسې تیره کړي وي چې ګټه فایده مو ترې اخیستې وي. د لاسته راوړنې او بریا لپاره باید یوه ثانیه هم مس یا بې ځایه تیره نه کړو.

۳- کوم ځای کې چې یې په هماغه تمرکز وکړه.

که یو کار دې شروع کړ، بیا په هماغه کار تمرکز وکړه. که په یوه اداره کې کار کوې، هڅه وکړه چې په خپل کار دې تمرکز وکړې. داسې نه کیږي چې ناست د کمپیوټر کار ته یې او پام دې والیبال او نورو لوبو ته وي. بس چې کوم ځای کې یې هماغلته اوسه. په یوه شي یا کار تمرکز غټه ګټه دا ده چې هغه کار دې هم ښه او ژر ترسره کیږي او اضافي وخت دې هم پرې نه مصرفیږي. که چیرته ځیني نورکارونه هم مهم وي بیا ورته خپل وخت تقسیم کړه، لومړی یو کار وکړه بیا بل…

دانډریوډ سیستم لرونکي ځیرک ټیلفون ته د یاران اپلیکشن له دې ځایه ښکته کولی شئ.

۴- د (نه) ویلو طریقه زده کړئ.

تل او هر وخت خلکو ته هو مه کوئ. مثلاً څوک درته یو کار وايي، مخکې له دې چې خپل وخت وسنجوې ته ورته هو کوې او بیا هغه وهم نه شې کړی او یا یې که کوې ممکن ستا قیمتي وخت ونیسي. نو غوره ده چې ورته ووایه؛ زه به خپل وخت وسنجوم بیا به درته ووایم.

داسې بلکل نه هم چاته مه وایي، بلکې په ارام زړه او فکر سره خپل وخت ته په کتو ځواب ورکړئ.

۵- څه مو چې ترلاسه کړي قدرداني یې وکړئ.

ستاسې بریا باید ستاسې د خوشحالۍ لامل شي. هغه څه مو چې ترلاسه کړي، دا مهم دي، باید شکر پرې ادا شي. کله چې موږ د خپلو لاسته راوړونو شکر او مننه کوو نو له دې سره نور هم هڅیږو چې لا ډیر فعاله اوسو او کله چې فعاله شو بیا مو وخت بې ځایه نه تیریږي، بلکې تل په سم ډول د وخت په تیرولو مصروف یوو. دا شکریه ادا کول انسان ته د کار او قوت الهام ورکوي او داسې احساس کیږي چې ډیر څه کولی شي او باید هر وخت همداسې په سم لار روان اوسي.

 

هغوی چې اندریوډ سیستم لرونکی ځیرک ټیلفون کاروي، د یاران اپ له ګوګل پلی سټور خپلو موبایلونو ته ښکته کولی شي. او هلته په یاران کې خپرې شوې ټولې ګټورې لیکنې هره وخت لوستلی شي.  له دې ځایه یاران اپ خپل موبایل ته ښکته کړئ. د اۍ فون لپاره د یاران اپ ډیر زر خپریږي .
/* ]]> */