روغه سټه لوبې

ورزش د هرې ناروغۍ لومړنۍ درملنه – ډاکټر نورالحق امین

دوامداره تمرین ،سپورت او ورزش کول د صحت لپاره مهم او حیاتي دی.

ورزش نه یوازې د ګڼو فزیکي ناروغیو مخنیوي کې مرسته کوي بلکې د رواني ستونزو له ستریس، ژورخپګان او نورو لپاره بهترینه درملنه کیدای شي.

په پرلپسې او دوامدار ورزش کولو ستاسو په وجود کې دخطر ناکو ناروغیو لکه دزړه ناروغی، فشار، شکری، سټروک یا ددماغي حملی خطرونه کمیږي.

ورزش د بدن په ښایست،چسپ والي،او فیټنیس کی مرسته کوي او د خوب او جنسی قوت د ښه کیدو سبب ګرځي.

ورزش نه یوازې د جسمې سلامتۍ لپاره بلکې د عقل، طبیعت او حافظې لپاره ګټور دی. هغوی چې ورزش کوي طبعه یې روانه، فکر یې له ګډوډیو پاک او حافظه یې پياوړي وي.

کله چی انسان په جسماني ډول جوړ وي کولای سي د تشویش او خفګان سره په صحیح ډول مقابله وکړي، ورزش تاسو ته خوشحالي،په ځان باور او د ژوند په چارو کی کامیابی در په برخه کوي.

ضروري نده چی په کلب یا جیم کی په زساعتو سپورت یا ورزش وکړئ بلکې خپل صحت، عمر، جنسیت، او د ژوند چارو ته په کتو سره د خپلي خوښې مطابق ورزش انتخاب او په دوامداره ډول که څه هم لږ وي ترسره یې کړئ.

که په لنډ ډول ووايم نو ورزش تقريبا د هر مرض مخنيوی او د هر مرض لمړنی علاج دی.

Ref:
1-Get healthy stay healthy
2-Healthy life style

 

هغوی چې اندریوډ سیستم لرونکی ځیرک ټیلفون کاروي، د یاران اپ له ګوګل پلی سټور خپلو موبایلونو ته ښکته کولی شي. او هلته په یاران کې خپرې شوې ټولې ګټورې لیکنې هره وخت لوستلی شي.  له دې ځایه یاران اپ خپل موبایل ته ښکته کړئ. د اۍ فون لپاره د یاران اپ ډیر زر خپریږي .
/* ]]> */