اقتصاد روغه سټه

د هوښیارو او ځیرکو خلکو ۱۰ ځانګړنې

هغه نښې او ځانګړنې چې یو هوښیار او ځیرک شخص په ګوته کوي، که یې لرونکي وئ، نو یو یې تاسو یاست.

د ډريک باير او چيلسي هاروې په نوم دوو څیړنکو د ځیرکتیا په اړه له یوې څیړنې وروسته ځینې ځانګړنې یادې کړي چې وايي، تر ډیره ددې ځانګړنو او ځیرکتیا ترمنځ تړاو موجود دي.

ددې څیړونکو په وینا که مو دا نښې او ځانګړنې لرلې نو د ځېرکو او استعداد لرونکو اشخاصو له ډلې څخه یاست.

۱ ـ که د کورنۍ تر ټولو مشر هلک یاست !

تر ټولو مشران د څېړنو له مخې معمولاً ځيرک او د ښه استعداد لرونکي کسان وي، خو دا موضوع په جينيټيک پورې اړه نه لري.

۲ – که چېرته ډنګر ياست !

په ۲۰۰۶ زېږدي کال کې پوهانو ۲۲۰۰ بالغ کسان ترڅېړنې لاندې ونیول او د دوي د ځيرکتیا او استعداد ازموینه یې وکړه، دې څېړنې ۵ کاله وخت ونيو، دوی ادعا وکړله چې هر څومره چې د یو چا ملا او وجود نری وي ډیره ممکنه چې ځیرکه هم و اوسي.

۳ ـ که کله، کله له ځان سره سندرې او زمزمې کوئ !

ډېرکسان به موليدلي وي چې له ماشومتوب څخه کله، کله چې يوازې اوسي، نو سندرې يا زمزمې کوي، څېړنې ښيي چې دا کسان چې په ماشومتوب کې به یې له ځان سره زمزمې کولې د ځيرکتیا او استعداد په برخه کې مخکې دي.

۴ ـ که مو د مور شیدې پوره رودلې وي !

په يوه څېړنه کې چې په ۲۰۰۷ زېږديز کال کې شوې، هغه ماشومان چې د مور له شيدو په کوچنيوالي کې پوره تغذيه شوي وي، په ډېر احتمال وروسته ځيرک اشخاص ترې جوړېږي.

۵ ـ که کیڼ لاسي ياست !

ډېری وخت کیڼ لاسي هم ډېر ځيرک وي او ډېر وخت په جنايي پېښو او جرمونو کې ښکېل ليدل شوي دي، خو تر اوسه پورې څېړونکي د دوی په اړه چې ولې او څه ډول دې کارونو ته مخه کوي ځواب نه دی پیدا کړی.

۶ ـ که د هرشي په اړه له حده زيات تشويش کوئ !

د د پلټونکو يوې ډلې ثابته کړې ده، چې ممکن مضطرب کسان په ځينو مواردو کې له نورو ښه ځيرک او د استعداد وړ کسان وي.

دا پایله له هغو بېلا بېلو ازمايښتونو څخه لاس ته راغلې چې په دې ډله کسانو باندې شوې ده.

۷ ـ که شوخ طبيعته یاست !

په يوه تحقيق کې چې د ارواپوهنې په ۴۰۰ محصلينو شوې ده ښيي، هغه کسان چې ټوکي وي، سات تيري وي او خلک خندوي ، بېلابېل ذوقي او خندونکي کارټونونه رسموي ځيرک او د ښه استعداد کسان دي.

۸ ـ که کنجکاو یئ !

که غواړئ، چې په هرڅه پوه شئ، د هرڅه په اړه هڅه کوئ وايې اورئ، او په هرشي کې پلټنه کوئ تاسې د ښه استعداد او ځيرک ذهن څښتن یئ.

۹ ـ که د شپې تر ډېره ويښ پاتې کېږئ !

هغه کسان چې خوښېږي یې د شپې تر ناوخته ويښ پاتي شي، د فردي توپيرونو د نړيوال انجمن د رسمي مجلې له مخې چې محقيقينو پکې ريسرچ کړی دی وایي، دغه ډله اشخاص د ځيرک ذهن څښتان دي.

۱۰ ـ که نه غواړئ چې هر وخت سختې ستړې وګالئ !

که نه غواړئ چې هر وخت سختې ستړې وګالئ ،دلته دا معنی نه لري چې تنبل کېدل د ځيرکتیا نښه ده، خو دا وايوو چې ځيرک او استعداد لرونکي کسان همېشه هڅه نه کوي او اړتيا نه لري چې په سختي سره کار وکړي، لکه ځينې سخت کار کوونکي او هڅه کوونکي کسان چې په زور او هڅو سره خپل ځان قوي کوي او يا یې يو ځای ته رسوي، دا څېړنه د وانډر بيلټ پوهنتون څېړونکو کړې ده.

حتمي نه ده چې تاسې دې له پورته ټولو مواردو سره جوړ یاست، تاسې یې په اړه څه فکر کوئ ؟

تاسې څه وايئ کومې نښې په ځان کې وینئ او کومې نښې نه منئ چې د ځېرکي علامې نه دي؟

هغوی چې اندریوډ سیستم لرونکی ځیرک ټیلفون کاروي، د یاران اپ له ګوګل پلی سټور خپلو موبایلونو ته ښکته کولی شي. او هلته په یاران کې خپرې شوې ټولې ګټورې لیکنې هره وخت لوستلی شي.  له دې ځایه یاران اپ خپل موبایل ته ښکته کړئ. د اۍ فون لپاره د یاران اپ ډیر زر خپریږي .
/* ]]> */