ژوند او ژواک شخصي وده

څو ټکي چې په ژوند کې مو استقامت او ثبات رامنځ ته کوي

 

اوسنۍ نړۍ کې هر څوک هڅه کوي چې باثباته ژوند ولري او د ژوند له باریکیو خلاص اوسي. خو دا واقعاً یو سخت کار وي چې په ژوند کې ثبات ولرلی شئ. دا چې تاسې باید څه وکړئ چې ثبات ولرئ، دا ټکي درسره مرسته کولی شي:

ژباړه: غازي عابد

۱- ثبات یو مهم لومړیتوب کړه.

تل هڅه وکړه چې مقاومت کوونکی اوسې او په لا ښه مقاومت ټینګار وکړه. دا کار عاقلانه هڅې غواړي.

۲- ثبات او ټیکاو مو ورځنی عادت یا رواج کړئ.

خوب ته په خپل وخت لاړ شئ او له خوبه په خپل وخت راپورته شئ. نارمل خوراک وکړئ او تر څنګ یې په خپل وخت کې منظم تمرین هم وکړئ.

۳- له الکولو او نشه يي توکو استفاده مه کوئ.

که چیرته الکول او نشه يي توکي ونه کاروې نو له ډیرو مشکلاتو به خلاص یاست، کله چې موږ نشه ونه اوسو، نو بیا د ښه او بد ترمنځ اسانه توپير کولی شو او له سلو او زرو ګناهونو، ناکامیو او امراضو ځان ساتلی شو.

۴- د مالي وس او توان په اندازه ژوند وکړه.

له عایده مو ډیرې پیسې مه مصرفوئ. هڅه وکړئ چې مصارف مو راکم کړئ، لکه که په کریډیټ کارټ ډیرې پیسې ورکوئ، ګوزاره وکړئ لږې یې کړئ.

۵- بې کنټروله عکس العمل مه څرګندوئ.

که تاسې غوسه، خفه یا یو بل حالت کې یاست او جذبات مو راپاریدلي وي، هڅه وکړئ چې احساسات مو کنټرول کړئ او، د بیړني او بې فکره عکس العمل مخه مو ونیسئ، کنه له بد حالت سره به مخ شئ.

۶- باثباته ملګري پيدا کړئ.

له هغو خلکو او ټولنو سره ملګرتیا وکړئ، چې رښتیني، باثباته او بااحتیاطه وي او ښې فیصلې کولی شي. ځکه د هغوی مثبته رویه پر تاسې ښه تاثیر کولی شي.

۷- د تصمیم نیولو کې مرسته وغواړئ.

که چیرته مو یوه غلطه پریکړه وکړه نو له هغه ملګري چې هوښيار وي، مرسته او مشوره وغواړئ. کیدای شي تاسې په دې غوسه شئ چې ولې هغوی ستاسې په کارونو کې مداخله وکړي، خو ښه مشوره کولی شي ستاسې له تیروتنې مخنیوی وکړي.

۸- بده ملګرتیا مو پای ته ورسوئ.

ځیني ملګرتیاوې او روابط طبعتاً بې ثباته وي. اړتیا ده چې داسې ملګرتیا پریږدئ. که څه هم پریښودل به یې سخت وي، خو ګټې به یې ډیرې وي، ممکن یوه موده وروسته روغ او جوړ شې او له بدو کارونو هم لرې اوسې.

*******

دانډریوډ سیستم لرونکي ځیرک ټیلفون ته د یاران اپلیکشن له دې ځایه ښکته کولی شئ.

 

هغوی چې اندریوډ سیستم لرونکی ځیرک ټیلفون کاروي، د یاران اپ له ګوګل پلی سټور خپلو موبایلونو ته ښکته کولی شي. او هلته په یاران کې خپرې شوې ټولې ګټورې لیکنې هره وخت لوستلی شي.  له دې ځایه یاران اپ خپل موبایل ته ښکته کړئ. د اۍ فون لپاره د یاران اپ ډیر زر خپریږي .
/* ]]> */