زده کړې

ایا کمپیوټر کولای شي ماشومانو ته لیک او لوست ورزده کړي؟

لیکنه: کټي ویور
ژباړه: احمد فرهاد توتاخیل

د نړیوالې زده کړې ایکسپرایز (XPrize) کمپنۍ د داسې لارو موندلو په لټه کې ده، چې ماشومان د یوه ټابلیټ کمپیوټر په درلودلو سره پخپله وکولای شي لیکل، لوستل او ریاضي زده کړي.

د ایکسپرایز بنسټ او ملاتړي یې غواړي چې د پنځلس ملیونو ډالرو په ارزښت د کمپیوټر په هغو پروګرامونو پانګونه وکړي، چې وکولای شي هغو خلکو ته ساده مهارتونه ورزده کړي، چې ښوونځی یې نه وي لوستی.

د دغې سیالۍ مدیر مسوول مټ کیلر (Matt Keller) نومیږي. نوموړی د دغې جایزې موخه دا ډول څرګندوي: که څه هم دا سیالي به په لار واچول شي، خو لاهم ډیرو خلکو ته څه نا څه حیرانوونکې مفکوره ده.

د ایکسپرایز کمپنۍ دغه نړیواله سیالي به هغه ټیم او یاهم کمپنۍ ته په میلیونونو ډالر ورکړي، چې وکولای شي د کمپیوټر ترټولو غوره تعلیمي پروګرامونه جوړ کړي. د ملګرو ملتونو علمي او فرهنګي سازمان (یونیسکو) دا اټکل کړی، چې اوس مهال په ټوله نړۍ کې شاوخوا (۲۶۳) میلیونه خلک له زده کړې (ښوونځیو) بې برخې دي. دغو هلکانو او نجونو ته تدریس کول ستونزمن کار دی، چې اوس مهال څیړونکي هڅه کوي دغې ستونزې ته د پای ټکی کیږدي.

په دغې سیالۍ کې شاوخوا دوه سوه (۲۰۰) ټیمونو ونډه اخیستې. له همدغو دوه سوه ټیمونو څخه پنځه (۵) یې غوره شوي دي. هر یوه ټیم ته یو ملیون ډالر ورکړل شوي دي. له همدغو پنځو ټیمونو څخه به په پای کې یو ټیم غوره شي، چې لس ملیونه ډالر به ورکړل شي.

دغه پنځه غوره شوي ټیمونه به د (۲۰۱۷) زیږدیز کال په نومبر میاشت کې خپل جوړ کړي کمپویټري پروګرامونه وازمويي.

د کمپیوټر د دغو پروګرامونو په ازمیښت سیالۍ کې به د تانزانیا هیواد شاوخوا څلور زره (۴۰۰۰) ماشومان هم برخه واخلي. د کمپیوټر دغه پروګرامونه به په ټابلیټ کمپیوټرونو کې، چې د ګوګل کمپنۍ له خوا اهدا شوي، واچول شي.

دغه ماشومان به هڅه وکړي، چې د زده کړې اساسي مهارتونه یوازې له دغو ټابلیټ کمپیوټرونو څخه پخپله زده کړي.

د ماشومانو یوه کوچنۍ ډلګۍ به د لوست او ریاضي په برخو کې وازمویل شي. وروسته له پنځلس (۱۵) دقیقو څخه به هماغه زده کوونکي بیاځلې وازمویل شي.

ترټولو ستره جایزه به هغه جوړونکي ټیم ته ورکړل شي، چې پروګرامونه یې ماشومانو ته خورا ګټور تمام شوي وي. د د ایکسپرایز ګروپ کمنۍ له یونیسکو، نړیوال خوراکي پروګرام او د ټانزانیا هیواد له دولت سره هم کار کوي. دوی به دغه ټابلیټ کمپیوټرونه نورو هیوادونو ته هم صادر کړي او مالي ملاتړ کوونکي به ورته ومومي.

کیلر وایي، د ایکسپرایز کمپنۍ دغه پلان د زده کړې له نورو لارو (طریقو) سره خورا زیات توپیر لري. نوموړی زیاتوي چې، ډیری پرمختللي سازمانونه، مرسته کوونکې ټولنې او دولتونه په دې تمرکز کوي چې نوي ښوونځي جوړ کړي او نوي استادان وروزي.

همدارنګه نوموړی داهم وایي، چې ډیری داسې ماشومان شته چې ښوونځیو ته نه ځي او ځینې څیړونکي دا پوښتنه کوي، چې ایا ته ټکنالوژي داسې یوه ماشوم ته په لاس کې ورکوې چې هغه ډیره ښه ده د هغه څه له پاره چې ځای یې نه شي نیولای، خو کولای شي چې د زده کړې په برخه کې هغه پروسه اضافه کړي چې ښايي هغه ماشوم یې یاهم ولري او یاهم نه؟

دغه سیالي د تعلیمي ستونزې د ودې په مقابل کې یو غبرګون دی.

ملګرو ملتونو داسې پریکړه کړې، چې د (۲۰۳۰) زیږدیز کال له پاره به په نړیواله کچه لومړنۍ او منځنۍ زده کړې فرصت برابروي. دغه هدف د ملګرو ملتونو یو له تل پاتو او پرمختللو اهدافو څخه دی. د یونیسکو سازمان یوه ریپوټ دا اټکل کړی، چې د ملګرو ملتونو دغه هدف به شاوخوا نهه شپیته (۶۹) میلیونه نور استادان جلب او جذب کړي.

دغه پروګرام داسې ډیزاین شوی، چې زده کوونکي به وکولای شي چې له لږې او یاهم پرته له کومې مرستې یې وکاروي. دغه پروګرام زده کوونکو ته د بریښنايي استاد په مرسته چې د زده کوونکو په ژبه غږیږي، د لوستلو مهارت او ګڼ شمیر نور مهارتونه ورزده کوي.

شته داسې ځینې ستونزې چې د بریالیو پروګرامونو په رامنځته کولو کې خند ګرځي. یوه ستونزه یې هم دا ده، چې د داسې پروګرام رامنځته کول چې له هغو خلکو سره مرسته وکړي چې له دې مخکې یې هیڅکله د ټابلیټ کمپیوټر نه وي کارولی.

دانډریوډ سیستم لرونکي ځیرک ټیلفون ته د یاران اپلیکشن له دې ځایه ښکته کولی شئ.

 

هغوی چې اندریوډ سیستم لرونکی ځیرک ټیلفون کاروي، د یاران اپ له ګوګل پلی سټور خپلو موبایلونو ته ښکته کولی شي. او هلته په یاران کې خپرې شوې ټولې ګټورې لیکنې هره وخت لوستلی شي.  له دې ځایه یاران اپ خپل موبایل ته ښکته کړئ. د اۍ فون لپاره د یاران اپ ډیر زر خپریږي .
/* ]]> */