سفر

په ۲۰۱۷ م کال کې د نړۍ ۱۱ خوندي او مصؤن ښارونه اعلان شول

 

ضروري نه ده چې د نړۍ لوی ښارونه دې تر ډيره مصؤن نه وي، خو دا هم واقیعت چې د نړۍ یو شمیر لوی ښارونه د کلیوالي سیمو په مقایسه ډير ناخوندي، او له جرمونو او جنایاتو ډک دي.

دانډریوډ سیستم لرونکي ځیرک ټیلفون ته د یاران اپلیکشن له دې ځایه ښکته کولی شئ.

د ایکانومیسټ مجلې په نړۍ کې شپیته لوی ښارونه د شخصي امنیت، دیجیټل یا انلاین امنیت، روغتیايي خوندیتوب او د زیربنايي امنیت له کبله د خوندي ښارونو په تله تللي دي.

د شخصي امنیت په برخه کې په دې ښارونو کې د جرمونو، ترهګرۍ او نور تاوتریخوالي کچه په نظر کې نیول شوې. د ډیجیټل امنیت په برخه کې په دې لیست کې په لیست شویو ښارونو د سایبري یا کمپیوټري بریدونو د ګواښونو کچه په پام کې نیول شوې، د روغتیايي مصونیت په برخه کې په لیست شویو خوندي ښارونو کې روغتیايي خدمتونو ته لاس رسۍ، روغتونونه او عاجل روغتیايي خدمات حساب شوي دي. او په زیربنايي خوندیتوب کې بیا د ودانیو، سړکونو او پلونو مصونیت او سهولت ته پام شوی دی.

دوی دا معیارونه د نړۍ په سل لویو ښارونو تطبیق کړي او بیا یې د شپيتو هغو ښارونو یو لیست خپور کړی چې په ترتیب یو په بل پسې خوندي بلل شوي دي.

په مجموعي توګه ایکانومیسټ مجلې په خپله څیړنه کې موندلې چې د بشر له خوا رامنځ ته شوي ګواښونه او خطرونه، لکه ترهګري، انټرنیټي بریدونه او د غیرې مساوات له کبله پيدا شوی تاوتریخوالی د ټولې نړۍ په کچه په ښارونو کې په زیاتیدو دی.

په لیست کې د امریکا هیڅ ښار په لومړنیو لس خوندي ښارونو کې نه دي شامل، خو د جاپان او اسټرالیا بیا دوه، دوه ښارونه د نړۍ په یولسو خوندي ښارونو کې یاد شوې دي.

دلته په ۲۰۱۷ م کال کې د نړۍ هغه ښارونه در پیژنو چې ایکانومیسټ مجلې د نړۍ یولس تر نورو خوندي ښارونه بللي دي:

۱- توکیو، جاپان
د ایکانومیست د شپیتو خوندي ښارونو په لیست کې توکیو ته په عمومي توګه د خوندیتوب له پلوه له سلو څه کم نوي امتیازه حساب شوي دي او په دې توګه د نړۍ تر ټولو خوندي او مصؤن ښار بلل شوی دی. په ځانګړو برخو کې یې درجه بندي په دې توګه ده:

شخصي خوندیتوب په درجه بندۍ کې : څلورم
د ډیجیتل خوندیتوب په درجه بندۍ کې: لومړی
د روغیتايي خدماتو په درجه بندۍ کې : دویم
او په ودانیز او زیربینايي درجه بندۍ کې : دولسم

۲- سینګاپور
سینګاپور په عمومي توګه د خوندیتوب له پلوه په دې لیست کې ۸۹ امتیازونه اخیستي. چې ورسره د نړۍ دویم خوندي ښار بلل شوی دی.

شخصي خوندیتوب په درجه بندۍ کې : لومړی
د ډیجیتل خوندیتوب په درجه بندۍ کې: دویم
د روغیتايي خدماتو په درجه بندۍ کې : دیارلسم
او په ودانیز او زیربینايي درجه بندۍ کې : لومړی

۳- اوساکا، جاپان

اوسکا ښار ته په عمومي توګه د خوندیتوب له پلوه ۸۸ امتیازونه حساب شوې دي. او په دې توګه د نړۍ درییم تر ټولو خوندي ښار بلل شوی دی. په مشخصو برخو کې یې درجه بندي په دې توګه ده:
شخصي خوندیتوب په درجه بندۍ کې : درییم
د ډیجیتل خوندیتوب په درجه بندۍ کې: څوارلسم
د روغیتايي خدماتو په درجه بندۍ کې : لومړی
او په ودانیز او زیربینايي درجه بندۍ کې : یولسم

۴- ټورنټو، کاناډا
د کاناډا دا لوی ښار د خوندیتوب له پلوه په عمومي توګه د ۸۷ امتیازونو لرونکی بلل شوی او په دې توګه د نړۍ څلورم خوندي ښار بلل شوی دی. مشخصو برخو کې یې درجه بندي په دې توګه ده:
شخصي خوندیتوب په درجه بندۍ کې : پنځم
د ډیجیتل خوندیتوب په درجه بندۍ کې: شپږم
د روغیتايي خدماتو په درجه بندۍ کې : یولسم
او په ودانیز او زیربینايي درجه بندۍ کې : څوارلسم

۵- میلبورن، اسټرالیا

دا په ۲۰۱۷ م کال کې د نړۍ پنځم مصؤن او خوندي ښار بلل شوي او په دې برخه کې ورته په عمومي توګه ۸۷ امتیازونه حساب شوې دي. نوره درجه بندي یې په دې توګه ده:

شخصي خوندیتوب په درجه بندۍ کې : اتم
د ډیجیتل خوندیتوب په درجه بندۍ کې: یولسم
د روغیتايي خدماتو په درجه بندۍ کې : نهم
او په ودانیز او زیربینايي درجه بندۍ کې : اووم

۶- امسټرډام ، هالینډ

امسټرډام د عمومي خوندیتوب په برخه کې د ۸۷ امتیازونو په لرلو د نړۍ شپږم خوندي ښار بلل شوی دی. ایکانومیسټ په مشخصو برخو کې د اروپا ددې ښار درجه بندي په توګه کړې:

شخصي خوندیتوب په درجه بندۍ کې : لسم
د ډیجیتل خوندیتوب په درجه بندۍ کې: څلورم
د روغیتايي خدماتو په درجه بندۍ کې : دولسم
او په ودانیز او زیربینايي درجه بندۍ کې : شپږم

۷- سیدني، استرالیا

ایکانومیسټ مجلې د ۲۰۱۷ م کال د نړۍ د خوندي ښارونو په لیست کې سیدنې د څه باندې ۸۶ امتیازونو په لرلو د نړۍ اوم خوندي ښار بللی دی. په ځانګړو برخو کې د سیدنې درجه بندې په دې توګه ده:
شخصي خوندیتوب په درجه بندۍ کې : دولسم
د ډیجیتل خوندیتوب په درجه بندۍ کې: دولسم
د روغیتايي خدماتو په درجه بندۍ کې : شپږم
او په ودانیز او زیربینايي درجه بندۍ کې : نهم

۸- ستاکهولم، سویډن
د نړۍ د خوندي ښارونو په لیست کې په اتمه شمیره د سویډن پلازمینه ستاکهولم یاد شوی او د عمومي خوندیتوب له پلوه څه باندې شپږ اتیا امتیازونه ورکړل شوي دي. په نورو برخو کې په دې توګه درجه بندي شوی دی.

شخصي خوندیتوب په درجه بندۍ کې : نهم
د ډیجیتل خوندیتوب په درجه بندۍ کې: دیارلسم
د روغیتايي خدماتو په درجه بندۍ کې : لسم
او په ودانیز او زیربینايي درجه بندۍ کې : څلورم

۹- هانګ کانګ
هانګ کانګ په عمومي توګه د خوندیتوب د څه باندې شپږ اتیا امتیازونو په لرولو په ۲۰۱۷ م کال کې د نړۍ نهم خوندي ښار بلل شوی دی. په مشخصو برخو کې یې درجه بندي په دې توګه ده:

شخصي خوندیتوب په درجه بندۍ کې : اوم
د ډیجیتل خوندیتوب په درجه بندۍ کې: پنځم
د روغیتايي خدماتو په درجه بندۍ کې : څلورویشتم
او په ودانیز او زیربینايي درجه بندۍ کې : اووم

۱۰-ځوریخ، سویس
د سویس ځوریخ ښار ته د ایکانومیست د خوندي او مصونو ښارونو په لیست کې په عمومي توګه څه باندې پنځه اتیا امتیازونه ورکړل شوي او په دې توګه په نړۍ کې لسم خوندي ښار بلل شوی دی. په ځانګړو برخو کې په دې توګه درجه بندي شوی دی.

شخصي خوندیتوب په درجه بندۍ کې : شلم
د ډیجیتل خوندیتوب په درجه بندۍ کې: نولسم
د روغیتايي خدماتو په درجه بندۍ کې : څلورم
او په ودانیز او زیربینايي درجه بندۍ کې : لسم

۱۱-فرانکفورت، جرمني

د جرمني لوی ښار فرانکفورت د نړۍ د خوندي ښارونو په لیست کې یولسم ځای نیولی او د عمومي خوندیتوب له پلوه څه د پاسه څلور اتیا امتیازونه ورکړل شوي. په مشخصو برخو کې یې درجه بندي په دې توګه ده:

شخصي خوندیتوب په درجه بندۍ کې : یولسم
د ډیجیتل خوندیتوب په درجه بندۍ کې: شپاړسم
د روغیتايي خدماتو په درجه بندۍ کې : درییم
او په ودانیز او زیربینايي درجه بندۍ کې : درویشتم

ایکانومیسټ په نړۍ کې د خوندي ښارونو د معلومولو لپاره د کابل په شمول د افغانستان هیڅ ښار په حساب کې نه دی شامل کړی. خو په ګاونډیو او د سیمې هیوادونو کې د ایکانومیست د ۲۰۱۷ م کال د نړۍ د خوندي ښارونو په لیست کې ډیلي د خوندیتوب د ۶۳ امتیازونو په لرلو د نړۍ ۴۳ م خوندي ښار، تهران د عمومي خوندیتوب د ۵۶ امتیازونو په لرلو د نړۍ ۵۲ م خوندي ښار، ډاکه د ۴۷ امتیازونو په لرلو د نړۍ اته پنځوسم خوندي ښار او کراچۍ په عمومي توګه د خوندیتوب د ۳۸ امتیازونو په لرلو ددې لیست وروستی او شپیتم ښار یاد شوی دی.

هغوی چې اندریوډ سیستم لرونکی ځیرک ټیلفون کاروي، د یاران اپ له ګوګل پلی سټور خپلو موبایلونو ته ښکته کولی شي. او هلته په یاران کې خپرې شوې ټولې ګټورې لیکنې هره وخت لوستلی شي.  له دې ځایه یاران اپ خپل موبایل ته ښکته کړئ. د اۍ فون لپاره د یاران اپ ډیر زر خپریږي .
/* ]]> */