اقتصاد

د بریالیو خلکو شپږ (۶) شتمنې ذهني وړتیاوې

 

لیکوال: لاري الټون
ژباړه: احمد فرهاد توتاخیل

هرڅوک غواړي چې بریالي واوسي. ډیری خلک غواړي چې شتمن واوسي. خو موږ او تاسې ولې خپلو موخو ته نه رسیږو؟ سره له دې چې ډیری خلک خپلو هیلو ته د رسیدو په لاره کې له موقتي خنډونو سره مخ کیږي، خو دا په حقیقت کې داسې کوم بهرنی فکتور نه دی چې موږ خپلو هیلو ته له رسیدو څټ ته پاتې کوي. په حقیقت کې دا زموږ د وجود دننه خنډونه دي، چې موږ خپلو هیلو ته له رسیدو منع کوي.

که غواړې چې په ژوند کې بریالي او شتمن اوسئ نو لومړۍ باید سالم فکري استعدادونه او وړتیاوو ځان کې ورزوئ. ځينې له دې وړتیاوو په لاندې توګه دي.

۱. اهداف سره زر دي

د موخو ( اهدافو) ټاکل او د ټاکل شویو موخو د ترلاسه کولو تر مینځ مثبت تړون شتون لري. هغه مسلکي کسان چې موخې لري او د موخو د ترلاسه کولو له پاره کار کوي، له هغو کسانو څخه ډیر تولیدوونکي دي، چې یوازې موخې ټاکي. هغه کسان چې موخې ټاکي او خپلو موخو ته د سرو زرو په څیر ګوري، فکري استعداد یې له هغو کسانو ډیر اوچت وي، چې یوازې موخې ټاکي خو لاسته راوړلو ته يې هیڅ څه هم نه کوي. په همدې اساس، ته باید خپلو ټاکل شویو موخو ته لومړیتوب ورکړې؛ د لاسته راوړلو له پاره یې باید قرباني ورکړې او که اړتیا شوه، نو باید چې په وړو (کوچنیو) برخو یې وویشې. خپل ځانته موخې ټاکل یواځې د پروسې لومړنی ګام دی، نو ته باید چې د لاسته راوړلو له پاره یې، همدا ټاکلې موخې وڅارې (تعقیب یې کړې) ترڅو بریالی شې.

۲. له حاضر وخت څخه راتلونکی ډیر اړین دی

دغه موضوع له ذهني اړخه د مباحثې وړ ده. ښایي چې ته به په ډیرې آسانۍ سره دا ووایې، چې په حاضر وخت کې ژوند کول نسبت راتلونکي ته ډیر مهم دی، خو هغوی چې راتلونکي ته فکر کوي او یاهم په بله اصطلاح که چیرې ووایو هغه کسان چې اهداف لري تر دې نورو ډیر بریالي وي. د اوږد مهاله لاسته راوړنو له پاره هدف لرونکي خلک له لنډ مهاله قربانیو څخه نه ډاریږي او بل داچې دوی د دې هڅه نه کوي چې په لنډ مهاله خوشالیو کې ځان ښکیل کړي، هغه چې له دوی څخه راتلونکې اوږد مهاله خوشالۍ اخلي.

۳. ناکامي کومه بده خبره نه ده

زموږ په ټولنه کې د (ناکامۍ څخه ډار) نفوذ کړی دی او په میلیونونو خلک یې دې ته اړ ایستلي چې پرته له کوم بدلون څخه، خپل ورځنۍ چارې پرمخ یوسي. د بیلګې په ډول: ته داسې یوه دنده ترسره کوې چې خوښیږي دې هم نه او معاش یې هم کم دی. سربیره پر دې، تاته دا انتخاب هم درکړل شوی دی چې نوموړې دنده پریږدې او خپلې ازادې سوداګرۍ ته مخه کړې، خو ته له ناکامیدو (تاوان کولو) څخه ډاریږې او وایې چې دا کار خو ما تر دې دمه هیڅکله هم نه دی ترسره کړی. ناکامي (تاوان) تل شونی (امکان لرونکی) دی او د ټولنې په توګه، باید چې غندلو ته یې د پای ټکی کیږدو. بریالي خلک ناکامۍ ته د پروسې د پیل د اړتیا وړ ګام او د یوه ارزښتمن درس په سترګه ګوري.

۴. فرصتونه په هرځای شته

فرصتونه هغه وخت راڅرګندیږي، کله چې ته تمه ترې کمه کړې. فرصتونو ښايي چې ستا په هغه نااظهار شوي نظر کې پټ ځای نیولی اوسي، چې ته یې غواړې اظهار کړې او یاهم ښايي چې په هغه ځای کې اوسي، کله چې ته له یوه بیګانه سره د کافي څکلو په هټۍ کې په ناڅاپي ډول مخامخ کیږې.

کله چې ذهن دې په دې روږدی کړ، چې فرصتونه په حقیقت کې په هرځای کې شتون لري، آن د ورځې په هره شیبه کې هم، نو هغه وخت به ته د فرصتونو څارونکی واوسې. او ګڼ فرصتونه به وویني او ومومي. پر دې سربیره به په ژوند کې داسې ډیر زیات نور ارزښتمن څیزونه ومومې چې لا تر اوسه دې په ذهن کې هم نه وي تیر شوي.

۵. اټکل شوي خطرونه ډیر مهم دي

خطرونه له ډار څخه ډک دي، خو پرته له خطرونو څخه، په ذاتي ډول د پرمختګ ډیر کم چانس شته . څیړونکي وایي، د اوس زمانې تر ټولو شتمن او بریالي کسان هغه دي چې له اټکل شویو خطرونو څخه یې هیڅ ډار نه درلود. دوی به د سیند د اوبو د بهیر برخلاف حرکت کولو او په هغې مفکورې چې د پانګونې وړتیا به یې درلودله، قمار وهلو او له ممکنو قربانیو څخه به یې هیڅ ډول ډار نه درلود.

په همدې اساس، که چیرې ته خطرونه په ځان نه منې، نو د مکافاتو د لاسته راوړلو له پاره ته هیڅ ډول مثبت ګام نه اوچتوې او په یقیني توګه چې، پرته له مکافاتو څخه، ته به هیڅ ځای ته هم ونه رسیږې.

۶. هیڅ څه هم بشپړ نه دي

دغه حقیقت منل چې هیڅ څه هم بشپړ نه دي له تاسره په ډیرو برخو کې مرسته کولای شي. د خطر منلو په اړه به تشویش (ډار) ونلرې او د نوې پروژې د پیلولو په اړه به زړه نازړه نه اوسې. کله چې یو څه ناسم روان وي او یاهم په هغه لاره چې ته یې غواړې نه یي روان، نو ستا زړه به ترې تور نه شي. همدارنګه، خپلو موخو ته به دې د پای ټکی کېنږدې ګوندې کوم رقم چې تا یې تمه درلودله، په هغه رقم دې ترلاسه نه شو کړای.

د دغو ذهني استعدادونو او وړتیاوو لاسته راوړل کوم ساده کار نه دی. دا تمه مه کوه چې دا ذهني استعدادونه به په فوري ډول خپل کړې. د دغو ذهني استعدادونو له جملې څخه د ځینو په منلو کې به ډیره سختي وګالې؛ په ځانګړي ډول، هغه وخت چې دغه ذهني استعدادونه ستا له ذاتي او لوستو لیدلورو سره په ټکر کې واوسي. خو که چیرې کولای شې چې ورو په ورو یې له خپل فکر سره یوځای کړې او د حقیقت په توګه یې ومنې، نو د غوره پریکړو کولو لړۍ به پیل کړې او هغه عادتونه به په ځان کې وروزي، چې یوه ورځ کولای شي تا هغې بریا ته ورسوي چې تا به یې تل خوب لیده. یوازې صبر ولره او مخ پر وړاندې تګ ته هیڅکله هم د پای ټکی مه ږده.

هغوی چې اندریوډ سیستم لرونکی ځیرک ټیلفون کاروي، د یاران اپ له ګوګل پلی سټور خپلو موبایلونو ته ښکته کولی شي. او هلته په یاران کې خپرې شوې ټولې ګټورې لیکنې هره وخت لوستلی شي.  له دې ځایه یاران اپ خپل موبایل ته ښکته کړئ. د اۍ فون لپاره د یاران اپ ډیر زر خپریږي .
/* ]]> */