روغه سټه لوبې

د ورځې لس دقیقې ورزش مو هم ژوند بدلولی شي

 

لیکنه: روهیت نېګام
ژباړه: غازي عابد

پوهان او ماهرین د ژوند بدلون او پرمختګ لپاره بیلابیلې لارې چارې په ګوته کوي؛ ځیني سختې، ځیني اسانې، ځینې اوږدمهاله او ځیني لنډمهاله؛ خو یو تر ټولو غوره کار چې د سالم ژوند لرلو لپاره پرې ډیر ټینګار کیږي؛ هغه ورزش دی، دا ورزش که په کلب کې وي او یا په عادي ډول سره زموږ په کارونو کې.

دلته هم په ژوند کې د سم بدلون لپاره (منډه) وهل او دا منډه هره ورځ د لسو دقیقو لپاره کول، ګټوره بلل شوې ده.

هره ورځ د لسو دقیقو لپاره منډه وهل دا ګټې لري:

– زړه مو قوي او پياوړی کوي.
– سږي مو قوي او روغ ساتي.
– زنګنونه یا دا پونډۍ او پښې مو کلکې، مضبوطې او سالمې ساتي.
– کله چې دا ۱۰ دقیقې ورزش کوې؛ فکر او ذهن دې ورزش ته ورټول وي؛ نو مانا دا چې له نورو فکرونو، سوچونو او تشویشونو خلاص یې؛ یعنې یو ډول ریاضت او ذهني ارامۍ باندې به اخته یې، چې دا کار خورا ګټور او اړین دی.
– منډه کې خوله کیږئ؛ چې په دې ډول مو جلد ښه کیږي، ذهني فشارونه کمیږي او روان مو تازه کیږي.

– له دې سره به مو لیدلوری بدل شي، پرمختګ به وکړئ او ورسره به لا ډیر ډاډ او اطمینان ترلاسه کړئ.
– په ټوله کې مو ورزش یا دا منډه وهل عمر اوږدوي؛ ځکه دا مو سالم ساتي او تر ډیره مو د مرګونو ناروغیو په وړاندې مقاومت زیاتوي.

هغوی چې اندریوډ سیستم لرونکی ځیرک ټیلفون کاروي، د یاران اپ له ګوګل پلی سټور خپلو موبایلونو ته ښکته کولی شي. او هلته په یاران کې خپرې شوې ټولې ګټورې لیکنې هره وخت لوستلی شي.  له دې ځایه یاران اپ خپل موبایل ته ښکته کړئ. د اۍ فون لپاره د یاران اپ ډیر زر خپریږي .
/* ]]> */