اقتصاد سفر سیاست

سعودي عربستان کې ښځو د موټر چلونې اجازه تر لاسه کړه، خو دا ۸ کارونه اوس هم نه شي کولی

 

د سعودي حکومت تازه میرمنو ته په دغه هیواد کې د موټرچلونې اجازه ورکړه. د حکومت دا کار په کور د ننه او بهر د میرمنو او د هغوې د حقونو د مدافعینو د تود هرکلي سره مخ شو.

سعودي عربستان د نړۍ یوازینی هیواد و، چې میرمنو ته پکې د موټرچلونې اجازه نه وه.

ددعه هیواد په دولت تل ددې له امله نیوکې کیږي، چې په دغه هیواد کې مرد سالاري ده او په ټولنه کې په ښځو د نارینو کلک حاکمیت موجود دی.

د لندن د اقتصادي زده کړو د مرکز یوې عربې پروفیسرې مادویا الرشید د سعودي حکومت له لورې میرمنو ته د موټر چلولو د اجازې ورکولو په تړاو په خپلو څرګندونو کې ویلي، چې حکومت ځینې دا ډول پریکړې یوازې د خپل نوم د ښه کولو لپاره کوي.

نوموړې وړاندې وویل:

د سعودي عربستان میرمنو ته په تیره اونۍ کې د موټر چلولو اجازه ورکړل شوه

((حکومت د ښځو د ستونزو په اړه ځینې پریکړې په ډیره ښه موقع کوي، څو خپله بدنامي پټه کړي او د خلکو خولې وتړي.

موږ میرمنو ته د ډرایورۍ په اجازه ورکولو خبرې کوو؛ ته به وايې، چې دا ډیره مهمه ده. دا مهمه ده، خو یوازې د ښځو د حرکت لپاره! دلته (سعودي کې) د میرمنو په وړاندې نورې ګڼې ستونزې دي، چې لا يې هم قانون اجازه نه ده ورکړې. دا یو اوږد مزل او اوږدې مبارزې ته اړتیا لري.))

بل پلو بیا د سعودي حکومت وايي، چې په یوه داسې سټراټیژۍ کار کوي، چې تر ۲۰۳۰ ز کال پورې به لوی اقتصادي او ټولنیز بدلونونه او اصلاحات رامینځ ته کړي.

خو په اوسني سعودي عربستان کې میرمنې د هغوې ځینې قانوني او اساسي حقوقو ته هم لاس نه لري. دلته يې اته (۸) مهم کارونه ذکر کوو، چې میرمنې يې د کولو اجازه نه لري:

۱ـ واده:

د سعودي نجونې په خپله خوښه واده نه شي کولای. د واده پر مهال د والدینو یا ولي رضایت شرط دی؛ که د والدینو خوښه نه وي، جینۍ د څه ویلو حق نه لري.

که یوه جینۍ د کوم بهرنۍ وګړي سره واده کوي، د مور او پلار د اجازې سربیره به د حکومت له داخله وزارت څخه هم رسمي اجازه لیک اخلي؛ کنه نو دا کار نه کیږي.

۲ـ بانکي حسابونه:

په داسې حال کې چې د متحده عربي اماراتو په شمول په ګڼو عر هيوادونو کې ښځې شخصي کاروبارونه مخکې بیايي سعودي ښځې د کورنۍ له اجازې پرته ان بانکي اکاونټ هم نه شي پرانیستلی

سعودي کې هیڅ میرمن نه شي کولای، چې د خاوند او یا هم د پلار او مور له اجازې پرته بانکي حساب (بانک اکونټ) خلاص کړي. ښځه پرته له اجازې په خپل نوم هیڅ پولي راکړه ورکړه نه شي کولای.

دغلته میرمنې په خپل زړه دنده نشي اخیستلای او نه يې هم ورته کورنۍ اجازه ورکوي.

۳ـ د پاسپورت اخیستل:

ښځې په هیڅ بهرني سفر کې د خاوند او یا هم والدینو له اجازې پرته نه شي تللی. ددوې په خپله خوښه پاسپورت هم نه شي اخیستلای؛ بلکې په دې برخه کې ترې د پاسپورت اداره د خاوند او یا والدینو اجازه نامه حتمن غواړي.

۴ـ لباس او سینګار:

د موبایل ټیکنالوژۍ په ودې سره که د سعودي سړي خوشال هم نه وي د ښځو لاسونو ته د موبایلونو پرمختللې بڼې رسیدلي.

د سعودي میرمنې د خپل زړه په خوښه لباس نه شي اغوستلای. دوې همیشه د خپلو نارینه و له ډاره پراخه جامې او نقابونه اغوندي. د میک اف (سینګار) لپاره هم دومره اجازه نه لري او تل سپک سینګار کوي.

۵ـ دارو درمل:

د خاوند یا والدینو له اجازې له پرته هیڅ ډول درمل نه شي اخیستلای. دوی که د ژوند له وروستۍ شیبې سره هم لاس او ګریوان وي، خو د درملنې پر مهال يې د خاوند یا ولي لاسلیک شرط دی.

د سعودي عربستان څو تنه میرمنې ددې هیواد د خپلواکۍ د ورځې په لمانځنه کې

۶ـ له طلاقه وروسته به په اولادونو پام کوي.

د سعودي میرمنې آن له طلاقه وروسته هم مجبورې دي، چې د نارینه اولادونو تر ۷ کلنۍ او ښځینه هغوې تر ۹ کلنۍ پورې پالنه وکړي. او د سړیو له خوا په ډیره اسانۍ په سعودي کې ښځو ته طلاق ورکول کیږي.

۷ـ نانځکې نشي پیرلای:

د سعودي ښځې او نجونې د خپل ځان او بچیانو لپاره د نانځکو له پیرولو څخه منع شوي دي.

۸ـ هدیرې (قبرستان) ته ننوتل:

سعودي عربستان کې ښځې هدیرې یا قبرستان له داخلیدلو منع دي. دوې دغلته نه شي ننوتلای.

هغوی چې اندریوډ سیستم لرونکی ځیرک ټیلفون کاروي، د یاران اپ له ګوګل پلی سټور خپلو موبایلونو ته ښکته کولی شي. او هلته په یاران کې خپرې شوې ټولې ګټورې لیکنې هره وخت لوستلی شي.  له دې ځایه یاران اپ خپل موبایل ته ښکته کړئ. د اۍ فون لپاره د یاران اپ ډیر زر خپریږي .
/* ]]> */