کلتور او هنر

هغه ډیوه چې نه مري – مینا نظري

لیکنه: مینا نظري

د ډیوو پلورنکو بازار هره ورځ ښه ګرم وي خو په ځانګړو ورځو کې د خلکو ډېر پام وراوړي.

ډیوې خلک د بیلا بیلو مراسمو له پاره را نیسي. مور پرې د خپل ماشوم زوی کلیزه لمانځي او ورته ډیوه بلوي. میین یې د خپلې مینې له پاره د ساحل پرغاړه د څپو اوو ریګو په خوا کې بلوي، لیکوال یې د کتاب د مطالعې له پاره بله ساتي.

دا ډیوه ګۍ د ژوند په هره خوشالۍ کې برخه لري هغه د مجلس ځلا او ښکلا جوړ وي خو دا د مینې شاهده تر یو وخته ښه په مینه نڅیږي او د زړونو هیلې د تورې شپې او سړې هوا په څپو کې رڼې او تودې ساتي.

ځینې د ډیوې اخري ساه ته داسې تلوسه لري چې تږی به یې په ګرمه هوا کې د کوهي اوبو ته هم ونه لري.

د دې ډیوې همدا شمیرلې ساګانې زړه ته نه هیرېدونکې خوښي ورکوي. دا هغه وړې ډیوې دي چې د ځینو هټۍ والو ژوند پرې برابر دی. ځینې یې له پلورلو خوند او ګټه اخلي ځینې یې له بلولو او یو شمیر یې هم له وژلو سره مینه او ورته تلوسه لري.

خو دا ډیوه ولې خلکو ته دومره محبوبه ده؟ اکثر مجلسونه یې د خپل وجود په بیه رڼا ساتلي ان تر دې چې اکثر یې ایرې هم ورکې شي.

زما په باور د محبوبیت لوی علت یې همدا هنر دی چې د مرګ له پاره شیبې نه شمیري. بلکې د ژوند له هرې شیبې خوند اخلي او د خپلو مینوالو په سترګو کې د خپل وجود تصویر د پاتې کیدو پوره پوره هڅه کوي.

خو داسې ډیوه هم شته چې د انسان سره تل مله وي. په شپه کې یې رڼا تر لرې د لیدو وړ وي او ورځ یې د نڅا شور په سر اخیستې وي. دا ډیوه نه اورلګید ته اړتیا لري نه مادیاتو ته او نه یې هم بادونه وژلی شي.

د ژوند دا ډیوه په یو څو خړو او له تورو ډکو پاڼو کې موندلای شو. هغه ډیوه چې د عمر تر پایه مو ملتیا کوي، له تیارو بې لاریو او ګڼو کړاونو مو ژغوري د کتاب په هره کرښه، پاڼه ټوک کې یې پیدا کولی شو.

د نړۍ واک د همدې ډیوې سره دی. له دې روښنایی سره چې څومره نږدې کیږئ همدومره مو ځان د نړۍ واک ته نږدې کوئ. هغه بدلون چې تل مو یو خوب انګیره، په څو شیبو کې یې دا د پوهې ستره ډیوه په حقیقت بدلوي.

د ډیرو سره د غوښتنې مفکوره نشته. په دې نړۍ کې هرڅه شوني دي یوازې یې وغواړه، وګوره چې څومره له حیرانتیا ډک ژوند برابروې.

په ژوند کې د هر کار له پاره لومړی ګام ستر او ویرونکی برېښي خو له پیلیدو سره یې هر څه بدلون کوي.

د پوهې دا ډیوه مو هره وخت د نوې او ځانګړې نیکمرغۍ سره مخ کوي، هیڅ وخت ناوختي نه پیژني. د ژوند لاس ورته وغځوه او تر لاسه یې کړه.

هغوی چې اندریوډ سیستم لرونکی ځیرک ټیلفون کاروي، د یاران اپ له ګوګل پلی سټور خپلو موبایلونو ته ښکته کولی شي. او هلته په یاران کې خپرې شوې ټولې ګټورې لیکنې هره وخت لوستلی شي.  له دې ځایه یاران اپ خپل موبایل ته ښکته کړئ. د اۍ فون لپاره د یاران اپ ډیر زر خپریږي .
/* ]]> */