کلتور او هنر

د نړۍ نوموتي کیڼ لاسي

ژ : آرش ننګیال

که څه په ځینو هېوادونو یا ملتونو کې په ورځينو چارو کې له چپ لاس نه ګټه اخستل بد ګڼل کېږي.
همدارنګه ګڼ انسانان ښي لاسي وي او د ګوتو په شمیر کیڼ لاسې پيدا کیږي.

خو تجربو او تاریخ ښودلې چې کیڼ لاسي ( چپکوان ) نړۍ کې نوم وتي او بریالي کسان تېر شوي دي.

( مجله خانواده سبز) لیکي: په کیڼ لاس د چارو ترسره کول یا لیکل یوه طبیعی غریزه ده چې په دغو کسانو کې موجوده وي. د نړۍ ډېری خلک ښي لاسي دي، یوازې په سلو کې یو فیصد خلک کولای شي چې له ښي او چپ لاس نه یو شان ګټه واخلي او د کیڼ لاسو خلکو شمېره شاخوا په سلو کې لس فیصده ښودل شوی.

په ۱۹۷۶ کال کې، د زمری میاشتې۱۳ د چپ لاسو خلکو په نامه ونومول شوه چې اوس هر کال یاده ورځ لمانځل کېږي.

د دې ورځې د نومولو موخه دا وه څو د ټولنې په هغو کړو نیوکه وکړي چې هرڅه د ښي لاسو کسانو ته جوړوي او کیڼ لاسو ته هېڅ پام نه کوي لکه موټر، څوکۍ، بیاتي، د خیاطۍ ماشین او… چپ لاسي اړ دي چې د ښي لاسو خلکو له وسایلو نه ګټه واخلي .

کیڼ لاسي یوه ژنتیکي او ارثي موضوع ده. د اکسفورډ پوهنتون داسې یوه ماده کشف کړې چې ګومان کېږي په انسانانو کې د چپ لاسي کېدو لامل کېږي.
همدا ډول څېړنو ښودلې چې کیڼ لاسي کسان په سپورټ او هنر کې تر نورو ډیر بریالي دي، ځکه چې دوی تر نورو کسانو ډير نوښتکر او د درک خاوندان وي.

د ټایمز ورځپانې په یوې ګڼې کې ځینې نوموتي کسان معرفي کړي چې کیڼ لاسي دي.
ليوناردو داوینچی

انځورګر، هنرمند، عالم او ډاکټر خپل ټول اثار په کیڼ لاس جوړ کړي.

پیکاسو

د نړۍ مشهوره انځور ګر خپل ټول اثار په چپ لاس جوړ کړي دي.

چارلی چاپلین

د اسکار جایزې ګټونکي او د پخوانۍ سینما یوه نامتو څیره، چارلي هم چپ لاسی و چې د هنر په برخه کې ستر انسان تیر شوی دی.

ارسطو فیلسوف

ارسطو په فیزیک، ریاضیاتو او د ستورو په برخه کې نوموتی پوه تیر شوی دی. دی هم چپ لاس و.

 

مهاتما گاندی

د هندوستان نوم وتی رهبر ګاندي هم کیڼ لاسی و.

آلبرت انیشټین

څېړونکی، فیزیک پوه، د طبیعي علومو پوه او پروفیسور هم چپ لاسی و.

نیچه

فیلسوف، شاعر او آلمانی کمپوزیتور خپلې ټولې چارې په چپ لاس ترسره کولې.

بتهوون

پوه او کمپوزیتور تیر شوی دی چې په شپږ کلنۍ کې یې د سندرو جوړلو پیل کړل. دا هم کیڼ لاسی و

 

نیکول کیدمن و آنجلینا جولی

د هالیوډ فلمونو دا دوه امریکايي لوبغاړې هم چپ لاسې ده.

ناپلیون بناپارت

د جګړې نابغه، هوښیار او زیرک فرانسوي واکمن ناپیلیون کیڼ لاسی و.

رافایل نادال

دی ښي لاسی دی خو ټینس بیا په چپ لاس کوي، دی هم نړیوالو شهرت او بې شمېره اتلولی لري.

بیل گیټس

دغه شتمن او هوښيار سوداګر باندې ټول امریکایان ویاړي. ډیری امریکایان پر دې باور دي چې دده هوښیارتیا د کیڼ لاسي له امله ده.

اوباما
د امریکا د ولسمشرانو له ډلې نه، فورد، رونالډ ریګن، جورج بوش، بیل کلینتون او بارک اوباما کیڼ لاسي دي، د ولسمشر اوباما لاس لیک هم له ښي نه چپ لور ته یې لیکي.

 

هغوی چې اندریوډ سیستم لرونکی ځیرک ټیلفون کاروي، د یاران اپ له ګوګل پلی سټور خپلو موبایلونو ته ښکته کولی شي. او هلته په یاران کې خپرې شوې ټولې ګټورې لیکنې هره وخت لوستلی شي.  له دې ځایه یاران اپ خپل موبایل ته ښکته کړئ. د اۍ فون لپاره د یاران اپ ډیر زر خپریږي .
/* ]]> */